د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو استادانو په انتخاباتو کې له کار کولو انکار کړی




کوټه - په داسې حال کې چې د بلوچستان سلګونو نرینه ښوونکيو د ټول ټاکنو له کار څخه بايکاټ (پرېکون) اعلان کړی، د يادې صوبې په سلګونو ښځينه ښوونکيو هم د شنبې په ورځ د ۱۱ مۍ په ټاکنو کې د کار نه کولو اعلان وکړ.


ګڼو ښځينه ښوونکيو د کوټې په مېشن سړک لاریون وکړ، او غوښتنه يې وکړه چې تر کومه ورته ښه امنيت نه وي ورکړل شوی، هيڅ يوه ښوونکې به هم په انتخاباتو کې کار و نه کړي.

يوې لاريون کوونکې د خپلو غوښتنو په اړه مشال راډيو ته وویل:

((زموږ دا احتجاج په دې دی چې حکومت په ټول ټاکنو کې زموږ ډيوټۍ لګولې دي. موږ دا وايو چې لومړی دې زموږ د حفاظت له پاره کوټلي ګامونه پورته شي، بیا به ډيوټۍ کوو. تاسو ته مالومه ده چې د ترهګرۍ پېښې بیخي زیاتې کېږي. او بیا په خاص ښځو ته خو تر نرینه و لويه ستونزه ده چې هغه په ټول ټاکنو کې کار وکړي. ځکه موږ وايو چې که خدای مه کړه په ډيوټۍ کې موږ ته څه تاوان ورسېږي، نو حکومت دومره مرسته بیا زموږ له ماشومانو سره وکړي، چې بیا تر موږ وروسته د هغوي له پاره خو څه نا څه [وشي].))

د کوټې په سلګونو ښځينه ښوونکيو د افتاب په نامه يوه اتحاديه جوړه کړې، چې تر ټول ټاکنو مخکې پر حکومت فشار واچوي چې د دوی غوښتنې ومنل شي.

د همدې اتحاديې مشرې ثوبيه بلوڅ رسنیو ته وویل، که د نرینه ښوونکو ستونزې هوارېږي، نو بايد د ښځو ستونزې تر هغوي مخکې هوارې شي.

((لکه څنګه چې د سړیو ستونزې هوارېږي، نو موږ بیا مېرمنې سره را يو ځای کړې دي چې زموږ ستونزې هم هوارې شي. او باید تر ټول ټاکنو ښه مخکې زموږ ټولې غوښتنې ومنل شي. د همدې له پاره موږ همدا يونين (اتحادیه، ټولنه) جوړ کړی دی.))

که څه هم د ښوونکيو تر دې غوښتنو وروسته، صوبايي حکومت اعلان وکړ چې که هرې يوې ښوونکې ته د ټول ټاکنو پر ورځ کوم قسم زیان ورسېد، صوبايي حکومت به ورسره مالي مرسته کوي.

خو ښوونکې وايي، همدا مالي مرستي دې درې چنده زیاته شي، ګنې د صوبې ټولې ښځينه ښوونکې به د ټاکنې په ورځ کار و نه کړي.
XS
SM
MD
LG