د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې د جماعت اسلامي پر قافله حمله شوې ده


نن په اورکزۍ ايجنسي کې د جماعت اسلامي د يو اميدوار د ګاډو په قافله دوه چاودنې شوي. خو يو ځايي چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې دې پيښه کې هيچاته ځاني زيان نه دی اوښتی.
بلخوا نن کراچۍ کې عوامي نشنل ګوند د پارلماني انتخاباتو اميدوار صادق زمان خټک او د هغه شپږ کلن ځوي د وژل کيدو له امله وير اعلان کړی او د احتجاج په توګه يې خپلې تنظيمي هلې ځلې ودرولي دي. پر خټک کراچۍ کې په يوه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته ډزې وشوې. د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديار والي خان دا پيښه غندلي او ويلي دي چې دوي به ترهه ګرو ته ميدان نه پرينږدي.
لکه د عوامي نیشنل پارټۍ د نورو وژل شوو اميدوارانو په شان ددې وژنې پړه هم تحريک طالبان پاکستان منلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG