د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه له قبایلو د خلکو بې کوره کېدو خبرداری ورکوي


ملګرو ملتونو د پاکستان له قبايلي سيمو څخه د پوځي عملياتو او د مخالفو وسلوالو ډلو ترمنځ د روانو نښنو له کبله په لوي شمير کې د خلکو د بې کوره کيدو په اړه خبرداری ورکړی.

د بشري چارو د همکارۍ د فتر يوه وياند جنز ليريک ويلي دي ، له وړاندی څخه شا و خوا ۷۶۰۰۰ خلک يا ديارلس زره کورانۍ د مارچ مياشتې راهيسې د خيبر ايجنسۍ له تيره څخه بې کوره شوي دي . وياند د پاکستاني چارواکو له خلی وايي حالاتو ته په کتو سره کيدی شي چې په راروانو نږدو ورځو کې نور هم په زرګونو خلک له خپلو کورونو څخه په ويستو مجبوره کړي. نوموړي زياته کړه چې حکومت ، ملګرو ملتونه او د بشري حقونو ډلې کډوالو ته بنيادي مرستې رسوي خو د ده په خبره د باقي پاتی کال له پاره له هم شا و خوا د دوه نيم کروړه ډالرو د مرستو اړتيا ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG