د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د دواړو خواو ولس د انګرېزانو ډېورنډ کرښه نه مني"



کابل/ پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د ډېورنډ کرښه هیڅ کله هم په رسمیت نه پېژني.


د شنبې پر ورځ په کابل کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال افغان ولسمشر وویل، په دې وروستیو ورځو کې په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان و پاکستان سرتېرو تر منځ نښته وشوه چې په کې د قاسم خان په نوم یو سرتیری ووژل شو.

کرزي د ښېوې اوسېدونکي سرتېري قاسم خان (د عزیز سرباز) په نوم یاد کړ او و یې ویل چې د دې پوځي پر قربانۍ ویاړي.

کرزي وویل، د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د توپونو مرمۍ ورول او د ترهګرۍ خپرولو ښايي دوه دلیله وي. یو دا چې کېدای شي په دې طریقو د افغانستان د پرمختګ عمل ودرول شي یا ورو کړل شي.

کرزي وویل، دویم دلیل دا دی چې له دې لارې پاکستان غواړي پر افغانستان د ډېورنډ کرښه ومني.

ده وویل، پاکستان د وحشت او ترهې له لارې خپلې دا موخې نه شي تر لاسه کولای ځکه چې افغانستان خپله لار خپله کړې ده او د پرمختګ پر لار روان دی.

خبري غونډې ته د وینا پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: ((د افغانستان ولس له هغې ورځې چې برتانیې دا کرښه کښلې نه ده منلې. د کرښې دواړو خواو ولسونو دا کرښه نه ده منلې.))

ده وویل، د افغانستان یوه حکومت هم تر اوسه د ډېورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.

کرزي وویل، د افغانستان هیڅ حکومت به دا کرښه و نه پېژني.

ده وویل، دی له پاکستان سره ملګرتوب غواړي چې دواړه هیوادونه په شریکه پرمختګ وکړي.

ده وویل، له ترهګرۍ هیڅ نه ترلاسه کېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې هغه حملې وغندلې چې په دې تېرو ورځو کې پر بېلا بېلو لېبرالو ګوندونو شوې دي.

کرزي په ځانګړي ډول د عوامي نیشنل ګوند یاد کړ چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو د حملو ښکار دی.

د ګوشتې د پېښې په غبرګون، د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفارت ناظم الامور ور وغوښت او احتجاج یې ورته وکړ.

تر دې وروسته له جنوبي وزیرستان سره هم د پنجشنبې او جمعې تر منځ د شپې څو ساعته د افغان او پاکستانیو سرتېرو ترمنځ ډزې وشوې چې ځاني زیان په کې نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG