د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي، افغانستان


افغان حکومت وايي، په تېرو ۱۰ کالونو کې د افغان حکومت د غوښتنې برخلاف پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې پاکستان د ځينو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي او بيا يې د تخريبي کارونو له پاره افغانستان ته لېږدوي.

د ولسمشر وياند وويل چې په وروستيو ورځو کې د پاکستان په اړه د عامو افغانانو ذهنيتونه حساس شوي دي.

بلخوا پاکستان وايي، په افغانستان کې امن غواړي.

پاکستان وايي، پر امنه افغانستان د پاکستان په ګډون د ټولی سيمې په ګټه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG