د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې خروارونه چوونکي مواد نيول شوي دي


د زابل سيمه ييز چارواکي په دغه ولايت کې د سلګونو کيلو ګرامه چوونکي توکو، ماينونو او وسلو د نيولو خبر ورکوي.


د زابل دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاه جوي ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو سرتېرو ګډ عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې پنځه نيم سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او د شلو په شاو خوا کې ماينونه نيول شوي.

دوي وايي، نيول شوي چاودېدونکي توکي په يوولسو بوجيو کې ځاي پر ځاي شوي وو، او د نيولو شويو ماينونو زياته برخه شلخي ماينونه وو، چې وسله والو په خپله جوړ کړي وو.
د شاه جوي ولسوال محمد صديق صديقي وايي، عمليات ګډو ځواکونو د دوي د ولسوالۍ په خاکي سيمه کې کړي دي.

دي وايي، په دغو عملياتو کې له وسله والو څخه سپکې او درنې وسلې هم نيولې شوې دي، خو نه د وسله والو او سرتېرو تر منځ نښته شوې، او نه هم کوم وسله وال نيول شوي دي.
((د عملياتو په ترڅ کې يو دانه، ار پي جي راکټ او د هغه مرمۍ، پنځه سوه پنځوس کليو ګرامه چاودېدونکي توکي، چې په يوولس بوجيو کې يې ايښي وو، شپږ پلېټه د فشاري ماينونو الې او ماينونه، يوولس کړۍ بوشکه يي ماينونه او درې د پرسونل ضد ماينونه په لاس راغلي دي، دغه عمليات د خاکي په سيمه کې وشول.))

په دغو عملياتو کې افغان او بهرنيو سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دي اوښتي.
تر اوسه پورې لا طالب وسله والو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د زابل په نېږدې ټولو ولسواليو کې تر هغې وروسته د طالب وسله والو د وژلو او نيولو په موخه عمليات پيل شول، چې د دغه ولايت په مرکز کې په يوه ځانمرګي بريد کې د يوې امريکايي ډيپلوماټې په ګډون پنځه تنه بهرني سرتېري او يو افغان ډاکټر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG