ظفر کریمي
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د کاندید په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۵ نور سخت ژوبل دي.
پولیس وایي پېښه د کراچۍ ښار د کورنګۍ سېمې په بلال کالونۍ کې هغه وخت مخې ته راغله کله چې نامالومه وسله والو صادق زمان خټک او د هغه زوی په ډزو ووژل.
پولیس زیاتوي د پېښې په وخت صادق خټک د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته له جوماته کور ته په لاره وو.
د عوامي نېشنل ګوند سند څانګې ویاند عبدالمالک مشال راډیو ته وویل، چې صادق خټک د دوی د ګوند لخوا د کراچۍ ۲۵۴ حلقې لپاره امیدوار وو او د ګوند د بلال کالونۍ سیمې عهدیدار وو.
له دې پېښې وروسته د ټاکنو کمیشن د کراچۍ په ۲۵۴ حلقه د ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړ.
یاده دې وي په دې ورستیو کې په کراچۍ ښار کې د عوامي نیشنل ګوند ایم کیو ایم او پیپلز ګوند پر انتخاباتي دفترونو او امیدوارانو حملې زیاتې شوي دي چې وخت په وخت یې مرګ ژوبله هم اړولې ده .
د دې پېښې پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو له دې مخکې د ترسره شویو دغه ډول یو شمیر حملو پړې وسله والو طالبانو منلې دي.