د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ ډويژن کې کوټلي امنیتي ګامونه پورته شوي


نيازاحمدخان


د ملاکنډ پوليس مشر ډي آي جي عبدالله خان وايي، چې ملاکنډ اوو ضلعو کې ټاکنوو کې امنيت ټينګ ساتلو له پاره تر شل زره زيات امنيتي ځواکونه ګمارل شوي دي.


دی زیاتوي، چې ملاکنډ ډويژن کې د اوو (۷) قامي او يويشت (۲۱) صوبایي اسمبلۍ سيټونو له پاره ټول ۵۱۸ اميدوارن ټاکنو کې برخه اخلي، چې هر اميدوار ته یې څلور تنه ساتتونکي ورکړل شوي دي.

دغه رنګه دغه ټاکنو له پاره په درو برخو کې وېشل شوې نولس سوه ديرش (۱۹۳۰ ) پولينګ سټېشنې جوړې کړل شوې دي. په دغو کې نارمل، حساسې او ډيرې حساسې حلقې دي. چې د امنیت له پاره یې څلورنيم زره ځانګړی ځواک یا سپيشل فورس، تر درو زرو سيوا ريګولر پوليس او له نورو محکمو څخه هم سيکورټي اهلکار غوښتل شوي.


ډي آی جي زياتوي چې مقامي تاڼو کې هم امنيتي سرتیرې ګمارل شوي او د سمدستي ګامونو پورته کولو له پاره دوی ته ګاډي هم ورکړل شوي دي.

دغه رنګه يو سل اتياپورې ځای پر ځای نورې چيک پوستې هم لګول شوې دي.

دی زیاتوي، چې د پاکستان پوځ ځواکونه هم امنيت ټينګ ساتلو کې له دوی سره شريک دي.

ډي آي جي ملاکنډ ډويژن عبدالله خان وایي، چې تيرو پينځه کالو کې پوليس شيمره کې زيات والی راغلی دی. دوی ته ښه وسله بارود اونورې اسانتياګانې ورکړل شوې دي.

پوليس اوس د ترهګرۍ مخنيوي کې څه قسمه مشکلات نشته. ولسيوګړي هم له دوی سره پوره پوره مرستي کوي.

خو بياهم دوی په ولس غږ کړی چې امنيت ټينګ ساتلو کې دې له دوی سره مرستې وکړې چې ټاکنې پرامنه سرته ورسي.
XS
SM
MD
LG