د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د شام یاغیانو ته د وسلو پر ورکولو غور کوو




د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وايي چې د اوباما انتظامیه په شام کې د حکومت ضد مخالفو یاغیانو ته د وسلو د ورکولو په خپل مخالفت بیا غور کوي.


هېګل د زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل چې د یاغیانو د مسلح کولو په ګډون انتظامیه په نورو لارو چارو غور کوي.

خو وې ویل چې په شخصي توګه یې په خپله دا فېصله تر اوسه نه ده کړی چې آیا د صدر بشارالاسد حکومت خلاف جګړه کونکو یاغیانو ته وسله ورکول به هوښیارتیا وي او که څنګه.

((چې کله تاسو په ټولو لارو چارو غور کوی نو مانا یې دا نه وي چې کول یې لازمي وي. دا هغه لارې چارې دي چې باېد د اتحادیانو او له نړیوالې ټولنې سره ور باندی غور وشي. چې څه ممکن دي او د کومو لارو سره هدف تر لاسه کیدای شي. زموږ یوه ذمه واري جوړیږي.))

امریکا د شام مخالفو قواو ته غیر وژونکی پوځي سامان او بشري مرسته ورکوي.

ځینو امریکايي کومندانانو اندېښنه څرګنده کړې ده چې وسله د امریکا ضد اسلامي وسله والو لاس ته ور تلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG