د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو د وسلو یو زیرمتون تر لاسه کړی




نجیب الله الوخیل
په پکتیکا ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي ،چې د نوموړي ولایت په دریو ولسوالیو کې يې د پامیر په نوم د چاڼیزو عملیاتو په جریان کې د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې د دولت دوسلوالو مخالفینو د وسلو یو زیرمتون کشف کړی او په هغه کې یې په ډیره اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړی دي:

په پکتيکا کې میشتو افغان ګډو امنيتي ځواکونو له شپږو ورځو راهیسې د یاد ولايت په برمل، ګيان او زېړوک ولسواليو کې د پامير په نوم چانيز عمليات پيل کړي، چې د پکتیکا امنیتي چارواکیو د عملياتو موخه د وسلوالو مخالفینو ترګواښ لاندې سيمو ژغورل او په سيمه کې د میشتو ملي او سيمه ييزو پوليسو ملاتړ ښوولی دی.

په پکتيکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې پلي لوا قوماندان بريد جنرال زمری وايي، چې وړمه شپه يې ددې ولايت د برمل سرحدي ولسوالۍ د مرغې سيمې د فقيرانو کلي په يوه کور کې د چاودېدونکو توکو او وسلو ستر ډيپو کشف کړی دی :


((په کور کې څوک استوګن ندي خو سيمه افغان ګډو امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده ده او هڅې روانې دي تر څو د ياد ډيپو مسؤول کس ونيول شي، په ډيپو کې څلور سوبه د ځان وژونکو واسکټونه، ۳۰ دانې د ۸۲ ملي متري هوان ګولۍ، ۱۳ دانې د ۷۵ ملي متري توپ ګولۍ، ۲۰ دانې د راکټ انداز ګولۍ، څلور ميله بیلابیل ډوله وسلې او ۳۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي موجود دي.))


د ياد ډيپو په تور تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي، د پکتیکا ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې تر اوسه د پامیر په نوم پیل شویو عملیاتو کې افغان ګډو ځواکونو او يا ملکي وګړو ته څه زيان نه دی اوښتی.


د افغان ګډو ځواکونو له خوا د نیول شویو وسلو او مهماتو د ډیپو د نیولو په باب د دولت کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG