د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د انتخاباتو امنیت لپاره کوټلي ګامونه اخلو"


پر عوامي نېشنل پارټۍ د انتخاباتي کېمپین له راتګ سره بریدونه ډېر شوي
پر عوامي نېشنل پارټۍ د انتخاباتي کېمپین له راتګ سره بریدونه ډېر شوي

غلام غوث

د الېکشن کمیشن د چارواکو په وینا د انتخاباتو لپاره د ترتیب کړی شوی پلان له مخې به پر ډیرو حساسو پولینګ سټېشنونو اوه، اوه په حساسو پولینګ سټېشنونو پنځه، پنځه او په عامو پولینګ سټېشنونو څلور، څلور امنیتي سرتېري تر یولسم مې یوه ورځ وړاندی وګماري او په ټولټاکنو کې به پوځ نیغ په نیغه پر پولینګ سټېشنونو نه ګمارل کېږي. بلکې په هره حلقه کې به له شلو تر دیرشو پوځیان د یو ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره چمتو ولاړ وي.


خو د الېکشن کمیشن مشر چېف الېکشن کمشنر فخرالدین جي ابراهیم د زیارت پر ورځ په اسلام آباد کې د انتخاباتو د تیاري او امنیت په باب غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې د آزادو او رڼو انتخاباتو لپاره دوی ټولې تیاریانې مکمل کړې دي. خو د ټولټاکنو لپاره د امنیت یقیني کولو اصل ذمه واري اوس د حکومت او د امنیتي ادارو ده-

نوموړی زیاته کړه(( تر څو چې د آزادو او رڼو انتخاباتو مسئله ده د هغې لپاره موږ په آئیني توګه ذمدار یو او تیار یو په باب نه یواځې موږ ته د امنیت فکر دی ، بلکې له دې بغیر موږ آزادې او رڼې ټولټاکنې نه شو کولی ، او امنیت ټنګول زموږ په لاس کې نه دی بلکې دا د حکومت او امنیتي ادارو ذمه واري ده ))

چېف الېکشن کمشنر فخرالدین جي ابراهیم په دې لړ کې د الېکشن کمیشن د لوړ پوړو چارواکو غونډې په خپله وینا کې دا هم وویل چې تر دې وړاندې سترې محکمې یا سپریم کورټ هم دا ویلي ول چې د امنیت ټینګولو ذمه واري د امنیتي ادارو او سیکورټي ایجنسو ده ((سپریم کورټ هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلی وو چې د امنیت ټینګولو پرته آزاد او شفاف انتخابات نه شي کیدلی او ظاهره خبره ده چې امنیت ټینګول د حکومت کار دی،د حکومت لومړی کار هم دا دی چې که الېکشن وي او که نه خو ولس ته به امنیت ورکوي ))

د فخرالدین جی ابراهیم د دې څرګندونو په لړ کې د سیمه ایزو چاروکار پوه ډاکټر خادم حسین مشال ریډیو ته وویل، دی فکر نه کوي چې ټولټاکنې دې پاکې او رڼې ترسره شي ځکه چې له وړاندې د ځينو سیاسي ګوندونو مخه نیول شوې ده:

((زما خیال دی دا خو اوس ډیر وضاحت سره خبره مخی ته راغلې ده چې د خاص رقم خلکو یا ګوندونو یا غیر ریاستي تنظیمونو له اعلان وروستو په بعضې سیاسي ګوندونو او په خصوصي توګه په خیبر پښتونخوا کې پر عوامي نېشنل ګوند مسلسل بریدونه پیل کړل شوي دي او د هغوی په جلسو امیدوارانو او عهده دارانو او کار کنانو یې بریدونه کړي دي، او داسې رقم ماحول جوړکړل شوی دی چې هغه په آزادانه توګه خپل الېکشن مهم نه شی چلولی، ماته داسې ښکاري چې کوم د آزادانه حیثیت واله خبره ده هغه د خلکو په نظر کې مشکوکه ښکاري))

د یادونې ده چې پر یولسم مې تر انتخاباتو وړاندې وسلوالو د عوامي نیشنل ګوند ،پاکستان پیپلز ګوند ، او متحده قامي مومنټ پر سیاسي غونډو او دفترونو یو شمیر بریدونه تر سره کړي دي او دغه سیاسي ګوندونه د سپا او رڼو ټولټاکنو په اړه یو شمیر اندیښنې لري-
XS
SM
MD
LG