د لاسرسي ځای

افغان حکومت او ډنمارک اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ


افغان ولسمشر حامد کرزی نن ( پنجشنه ) په کوپنهاګن کې له ډنمارکي چارواکو سره د اوږدمهالو همکاریو سند لاسلیکوي .


د ولسمشر حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي په وینا دا سند به د افغانستان او ډنمارک ترمنځ له ۲۰۱۴ م کال وروسته د اړیکو څرنګوالی وټاکي .

د ښاغلې فیضي په وینا تیره شپه ولسمشر کرزي په کوپنهاګن کې له هغو افغانانو سره وکتل چې په ډنمارک کې میشت دي .

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي فنلینډ ته تللی و چې هلته یې هم د فنلینډي چارواکو سره د اوږدمهالو همکاریو سند لاسلیک کړ .
XS
SM
MD
LG