د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د پاکستان ضد لاریون


جلال اباد کې مظاهره
جلال اباد کې مظاهره



په جلال اباد کې د پنجشنبې په ورځ په زرګونو تنو ولسي وګړو د پاکستان له اړخه د افغانستان په خاوره د تيري په ضد مظاهره وکړه.


مظاهره کوونکو له افغان دولت نه وغوښتل چې د خپلو سرحدونو ساتنه دې وکړي که نه دوی يې په خپلو وينو دفاع ته تيار دي.

مظاهره کوونکو چې د ننګرهار په ګوشته کې د نښتې له امله د وژل شوي سرحدي پولس محمد قاسم مجاهد جنازه يې د عامې روغتيا له ودانۍ څخه راپورته کړې وه او د عيدګاه تر مسجده يې راورسوله د پاکستان په ضد يې نارې وهلې.
پر ګوشته د عملیاتو پر مهال د وژل شوي افغان سرباز جنازه کېږي
پر ګوشته د عملیاتو پر مهال د وژل شوي افغان سرباز جنازه کېږي

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت په يوه پريکړه ليک کې څرګنده کړه چې ۵۰۰۰ تنه ځوانان حاظر دي چې له سرحدي پوليسو سره اوږه په اوږه د خپل هيواد دفاع وکړي.
د جلال اباد لاریون
د جلال اباد لاریون

د افغانستان د سرحدي ځواکونو قوماندان پاسوال ګل نبي احمدزی چې د وژل شوي پوليس د جنازې مراسمو کې يې ګډون وکړ او د ولسي وګړو احساسات يې له نيږدې څارلي وو، ژمنه يې وکړه چې د خپلو سرحداتو ساتنه به تر پخوا په ښه شان سره کوي.

(( دا سرحديان ستاسو بچيان دي، او دا هود او لوړه یې کړې چې د تل لپاره به د خپلو پولو، او خپلې خاورې دفاع کوي. دا به زموږ وروستی شهيد نه وي، بلکې هر هغه څوک چې زموږ په سرحداتو تېری یا تجاوز کوي، د هميش لپاره به زموږ دریځ همدا وي، د خپلې خاورې او خپلې پولې د ساتنې په خاطر له خپلې وينې او خپله سره تير يو. ستاسو د ټولو له همدرديو مننه کوو، او بیا هم اطمنان درکوو چې تر څو يو سرباز، يو افسر ژوندي وي، د قاسم جان په څير به په خپل وطن وينه تويوي.))

په دغه مظاهره کې د ژوند د هرې طبقې سره لرونکو کسانو برخه اخيستې وه. شمير يې زرګونو تنو ته رسيدو. د ننګرهار په لسګونو تنو معيبونو هم په دغه مظاهر کې ګډون کړی و. يو تن يې د نورو په استازولۍ وويل:

زه د شهیدانو او معيوبينو د پاتې کورنيو په استازيتوب چې زه د هغې ټولنې مشر يم، دې ټول ولس دا وعده ورکوم چې پخوا هم دا وطن د خپلو اندامونو په ورکولو ګټلې دی، او که سرحدي پوليس له موږ نه غوښتنه وکړي نو بيا هم قربانيو ته تيار يو.))

ياده دې وي چې په دغه مظاهره کې له دولتي ادارو پرته د ننګرهار بيلابيلو مدني ټولنو او د ځوانانو ټولنو او د ژوند د هرې طبقې سره لرونکو کسانو په کې ګډون کړی و. او خبردارې يې ورکړو چې که پاکستان د افغانستان په خاوري له تجاوز ه لاس وانه خلي نو ولسونه به يې مقابلې ته راووځي.
XS
SM
MD
LG