د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل سلطان راضیې لیسې ګڼې نجونه له زهرو بېهوشه




حمیده هارون عثمان

د پلازمېنې کابل په چهلستون کې د سلطان راضیې لیسې زده کوونکي له زهرجنو توکو بې هوشه شوې، چې ډېری یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولې دي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د کابل سلطان راضیې لیسې یوې ښوونکې وویل، چې د ښوونځي په درېیم پوړ کې زهرجن مواد شیندل شوي ول، د دې په خبره ډېر بد بوی رالټېدۍ چې یو شمېر زدکوونکې ترې ناروغې شولې.


د دغه لیسې یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي د پیښې په اړه وایي:

"ناڅاپه یو بوی احساس شو، د دویم ساعت پیل وه په دهلیزونو کې زده کوونکي بې حاله شوې وې.

په درېیم پوړکې مسموم کوونکې مواد پاشل شوي وو، چې د باروتو بوی یې درلوده، ډيری زده کوونکې ضعف وې ټولې زده کوونکې يې روغتون لیږدول شوي دي."

په سلطان راضیه لیسه کې د رامنځ ته شوې پېښې په باب له مشال راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د زهرجنو موادود نوعیت په اړه یې څیړنې پیل کړي.

د دغه وزارت د نشراتو ریس محمد کبیر حقمل وویل، په دغه پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ده په خبره چې دا یوه ډېره مهمه مسله ده او په اړه به یې سختې پلټنې کوي.

دا په روان ښوونیز کال کې لومړی ځل دی، چې په کابل کې د نجونو د لیسې زده کوونکې مسمومیږي، خو پخوا تردې په تخار ولایت کې هم په ورته پیښو کې یو شمېر زده کوونکي نجونې مسمومې شوې وې.

تیر کال هم په افغانستان کې د نجونو زده کوونکو د مسمومیت مسله د پام وړ ستونزه ګڼل شوې وه. او د یو شمیر ولایتونو د نجونو ښوونځي هم له همدې امله تړل شوي وه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وایې چې تیر کال په بیلابیلو ولایتونو کې له ۶۰۰ څخه زیاتې نجونې زده کوونکې مسمومې شوې وې.

خو ددغه وزارت د چارواکو په وینا د تحقیقاتو له مخې ډیري دغه پیښې رواني بڼه لري او د دولت مخالفین پکې لاس نه لري.
XS
SM
MD
LG