د لاسرسي ځای


نجیب الله الوخیل
لوګر له پلازمینې کابل سره نږدې ولایت دی ،چې په وروستیو کلونو کې هلته د ناامنیو کچه لوړه شوې ده. د لوګر د موقعیت حساسیت ته په پام سره مرکزي حکومت هم په لوګر کې د حالاتود سمون او قابو کولو لپاره په وروستي یو کال کې د یاد ولایت په مشرتابه کې څو ځلې بدلون راوستی دی چې د یو ښه مدیریت له لارې په لوګر کې د ناامنیو او ستونزو ګراف راټیټ شي .


په لوګر کې تر ټولو وروستۍ پیښه چې د ملي او نړیوالو رسنیو د پام وړ شوه ، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د سخت باران او ډیر وزن د پورته کیدو له کبله د یوې خصوصي ترکي کارګو الوتکې بیړنۍ نا سته وه،چې الوتکه او یوولس تنه عمله يې د افغان دولت دوسلوالومخالفینو لاس تهه ورغلی.

همدا مسله او په ټولیزه توګه په یاد ولایت کې مو د امنیتي وضعیت او نورو ستونزو په تړاو د لوګر له نوي ټاکل شوي والي ارسلا جمال سره مرکه کړی ده.
پوښتنه : په لوګر کې د ناامنیو عمده لاملونه کوم دي ،ایا امنیتي منسوبین کم دي او که د حکومت او ولس د اعتماد د نشتون مسله مطرح ده؟

ځواب :متاسفانه د یو شمیر نورو ولایتو په شان لوګر کې نا امنۍ شته ، دا نا امنۍ مختلف علتونه لري ،یو علت يې دا دی چې لوګر کابل ته نږدې دی ،د مخالفینو فوکس او توجه هم په میدان وردکو او لوګر باندې زیاته ده.

بله مسله دا هم ده چې په لوګر کې متاسفانه یو زیات شمیر سړکونه خامه دي بعضې منطقې لکه د خروار ولسوالي یا د ازرې ولسوالي هغوی سره له همدې کبله رابطه ډیره کمه ده ،مخالفین کولای شي د خامه سړکونو په غاړو کې ماینونه کیږدي،زموږ ملي اردو ،ملي پولیسو یا عامو خلکو ته تاوان ورسوي ،چې دا ډول پيښې د لوګر د نا امنیو ګراف لوړ بیايي .

که په مجموع کې ووایم د لوګر په کلیو او خلکو کې د مخالفینو د نفوذ ګراف ډیر ټیټ دی ،خو دواقعاتو ګراف له دې کبله لوړ دی ،چې سړکونه خام دي او بل د سولې د راوستلو لپاره هم موږ کوښښ کوو ځکه امن د حکومتدارۍ لپاره ډیر مهم دی.

پوښْتنه : ستاسو د مالوماتو له مخې د لوګر په ولایت کې کومې وسلوالې ډلې د دولت ضد فعالیتونه پرمخ بیايي؟

ځواب :زه دمسلحو مخالفینو چې مکتبونه سوځي ،معلمان وژني ،په ملي اردو او ملي پولیسو باندې حملې کوي فرق يې ځکه نه کوم چې ټول تر یو چتر لاندې جنګیږي .

کله کله په کابل کې اورو او په ولایتونو کې يې هم اورو ،چې حقاني ډله ده یا طالبان دي، زما لپاره دا دواړه یو شی دي ،حکومت کله نا کله کوښښ کوي چې دا په دوه ډلو تقسیم کړي چې د دوی تر منځ تفاوت راولي ،خو زه فکر کوم ،چې دا دواړه له یوې سرچشمې تمویلیږي ،تقویه کیږي او له هغه ځای نه ټرنینګ کیږي ، تر اوسه زه له داسې چا سره نه یم مخامخ شوی چې ووايي مختلف ګروپونه دلته موجودیت لري ،هغه یوه خبره ده چې دلته د طالبانو په نامې سره د افغان دولت په ضد جنګ موجود دی.

پوښتنه : په لوګر کې د امنیت د ښه کولو لپاره څه ګامونه اخیستي دي ؟
ځواب: په لوګر کې مې لږ وخت تیر شوی دی ، زما زیاته توجه به په دې باندې وي ،چې د لوګر له سپین ږیرو ،جهادي قوماندانانو ،نورو مخورو او عام ولس سره چې څومره زیات کولای شو رابطه پیدا کړو، چې څومره هم کولای شو د دوی مشکلاتو ته غوږ ونیسو او بیا د دوی مشکلاتو په لیرې کولو کې کوښښ وکړو .

زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ هم پوره هماهنګي موجوده ده ،زموږ ملي امنیتي قوتونه ورځ تر بلې تقویه کیږي او که دا پروسه همداسې جریان پیدا کړي زه مطمین یم چې د ټولو امنیتي ستونزو مخه به ونیسو.

همدارنګه کوښښ کوم له ولس سره څومره ډیر چې کیږي رابطه ونیسم ،ددې ترڅنګ مرکزي حکومت او بین اللمي دوستانو ته وایم چې د خلکو په ژوند کې باید تغیر راشي ،یو څوک چې له کوره راوځي باید د لس کاله مخکې او ننني افغانستان توپیر وویني چې له افغانستان د دفاع انګیزه يې پیاوړي شي ، دوی باید پوۍ شي چې زما دې کلي د لس کاله پخوا نه تغیر خوړلی او زه باید د دې کلي دفاع وکړم.

د خلکو په ټولنیز ژوندانه او حالت کې هم باید تغیر راشي دا حالت که د تعلیم په سطحه دی ،که د صحت په اړه دی ،سړک دی ،برق دی او که داسې نورې د ژوندانه اسانتیاوې دي دا ټولې مسلې د سولې په راوستلو کې مهم رول لري ،دا ډول خد مات خلک دې ته هڅوي چې باید د هغو شتمنیو چې دوی ته ورکړل شوي دفاع وکړي او که خلک څه ونه لري او په ژوند کې يې تغیر نه وي راغلی نو به وايي، چې زما په ژوند کې څه تغیر راغلی چې له نظام سره همکاري وکړم.

اکثریت دوستانو چې له ماسره خبرې کړي هغوی دې ته لیواله دي ،چې له حکومت سره همکاري وکړي او یا دا زمینه ورته مساعده شي ،چې حکومت سره همکاري وکړي ،دلته یو شمیرجهادي قوماندانان دي چې د ښه شهرت برخورداره ديٍ ،که منورین دي او یا مدني ټولنه ده، زه د دوی ټولو همکارۍ ته امیدواره یم.

پوښتنه:داسې ویل کیږي ،چې تاسو د خپلو امنیتي مسوولینو له ټیم سره غواړئ ،چې د لوګر په یو شمیر نورو ولسوالیو کې هم سیمه ییز پولیس رامنځ ته کړۍ غواړو ددې اړتیا وضاحت وکړی؟

ځواب: چون لوګر هم د۲۰۳ تندر قول اردو د فعالیت ساحه ده ، د هغوی په ګډون موږه یوه ګډه امنیتي غونډه درلوده ،په دې کې مو په هغو مشکلاتو خبرې وکړې چې اوس فعلاً يې موږ لرو او په هغو لارو چارو مو خبرې وکړې، چې څرنګه موږ وکولای شو د مختلفو امنیتي ارګانونو په منځ کې یووالۍ او هماهنګي رامنځته شي .

ددې تر څنګ محلي پولیس د امنیت دراوستلو لپاره یوه بهترینه وسیله ده ،هغه په دې مانا چې محلي پولیس په یوه کلي کې دهماغه کلي بچیان ،زامن ، وریرونه او اولادونه دي ،د خلکو په رواجونو او رسومو باندې پوهیږي ،دوی د هغه کلي د مشر او سپین ږیري احترام نسبت دې ته چې یو بل کس له بلې سیمې او ولایت څخه د ملي اردو او ملي پولیسو په جامه کې راشي ښه کولای شي .

دا تاسو ته مالومه ده چې په ټوله دنیا کې ملي اردو او ملي پولیس په هرکلي کې نه وي ،هغه په خپلو حویلیو کې ،په خپلو قرارګاوو کې او په خپلو کاغوشو کې میشت وي، نو محلي پولیس بهترینه وسیله ده.

موږ له همدا اوسه شروع کړی ده ،په ازره کې مو یو تعداد ملي پولیس ځای په ځای کړل ،انشاا لله په راتلونکې کې به يې تعداد زیات شي ،د محمداغې په ولسوالۍ کې مو امنیتي کسان ګمارلي کړي، چې خلکو ته يې روحیه ورکړې او اطمینان يې ورکړی دی.

خلک اوس د دوی له کوره ،د دوی له کلي او له خپل سکول نه دفاع کوي ،دمحمد اغې په څنګ کې لکه خروار او چرخ کې به هم انشاالله سږ کال کوښښ وکړو ،چې په هغه کې محلي پولیس ځای پر ځای کړو ،محلي پولیس د امنیت دراوستلو یوه بهترینه واسطه ده.

پوښتنه: هغه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د کوزې شوې هلیکوپټرې مسله او د عملې یا سپرلۍ برخلیک يې څرنګه شو؟

ځواب: زما په اند هغه مسله په اولو ورځو کې په موږ پورې مربوطه وه ،موږ دهغې په اړه کابل ته او نورو علاقمندانو ته او مطبوعاتو ته کافي مالومات ورکړي دي، له هغه وروسته داسې مالومیږي، چې دا کسان دلته نشته ،له دې ځای څخه ګاونډیو ولایتونو ته انتقال شوی دي او یا کوم بل ځای ته،همدارنګه دا چې دا مسله د ترکانو لپاره او د ترکیې د حکومت لپاره ډیره مهمه وه ،نو یاده مسله اوس مرکزي حکومت کابل او په خپله د ترکیې حکومت په لاس کې اخیستې ده ،نور له موږه سره په دې ارتباط نه چا رابطه نیولې ده او نه موږ په دې کې څه پیشرفت کړی دی.

پوښتنه : وروستۍ پوښتنه موداده ،چې په لوګر ولایت کې مو دځان لپاره کوم کاري لومړیتوبونه ټاکلي دي؟

ځواب:کاري لومړیتوبونه که ووایم چې ډیر دي ،مشکلات شته ،ما چې د معارف وضعیت ولید زما لپاره دا سوال پیدا شو ،چې باید دلته زیات کار شوی وای ،مخکینيو والي صاحبانو ،ادارې ټولو له خپل وس سره کوښښ کړئ ،زیات کارونه يې کړی دي ،خو چون ضرورت زیات دی نو زه فکر کوم چې دا هغه ساحه ده چې انکشاف او پرمختګ ته يې باید جدي توجه وشي او دویمه مسله د امنیت مسله ده.

زه به له امنیتي ارګانونو سره اوږه په اوږه کارکوم ،د دوی به ټوپک په اوږه باندې وي او زه به خلکو ته کلیو ته ورځم ،د کلیو د مشرانو باور او اعتماد دلاسته راوړلو په خاطر به زه خپل تلاش کوم او زیات وخت به همدې ته وقف کوم.
XS
SM
MD
LG