د لاسرسي ځای

فاټا او ټولټاکنې : شمالي وزیرستان 40 مه حلقه



فاټا او ټولټاکنې : شمالي وزیرستان 40 مه حلقه د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې (عام انتخابات) کېدونکي دي، چې په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.



په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو له اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي.


د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د ۴۰مې حلقې لپاره ولاړ ازاد امیدواران، طارق خان داوړ، قدیر خان داوړ، نثارعلي خان داوړ او د قومي وطن پارټۍ امېداوار ملک اکبر خان داوړ رابللي دي.

د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

XS
SM
MD
LG