د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګوانتنامو زندان د امریکا په ګټه نه دی"



د امریکا ولسمشر باراک اوباما د سېشنبې پر ورځ وویل، په ګوانتنامو زندان کې په غیرقانوني ډول د بندیانو ساتل د امریکا ګټو ته زیان رسوي او یو ځل بیا یي خپله ژمنه تازه کړه، چې دا زندان به وتړي.


د بشري حقونو ډلو د ولسمشر اوباما له خوا د ګوانتنامو زندان د تړلو د پریکړې هرکلۍ کړی، خو ځیني فعالان د خبرو پر ځای د عمل غوښتنه کوي.

دوی وایي، ولسمشر اوباما باید داسې ګامونه پورته کړې، چې د کانګرس له خوا رامنځ ته کېدونکې خنډونه یي مخه ونه نیسي.

اوباما د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ګوانتنامو زندان ته هیڅ اړتیا نشته او د امریکا په تاوان دی:

«د امریکا د امن کولو لپاره د ګوانتنامو اړتیا نشته، دا ډېر لګښت لري،اغیزناکه نه دی، په نړېوال معیار موږ ته ضرر رسوي، د تروریزم ضد جګړې کې زموږ د متحدانو همکاري کموي، دا زندان د افراطیانو لپاره د استخدام وسیله ده او باید وتړل شي».

ولسمشر باراک اوباما د سې شنبې په ورځ د ګوانتنامو زندان د تړلو اراده تازه کړه خو د قانوني او سیاسي خنډونو د لري کولو په اړه یي زیاتې څرګندونې ونه کړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کېتلن هیډن د اوباما له خبرو وروسته وویل، ولسمشر یو لړ اقدامات ترلاس لاندې لري، چې له مخې به یي په زندان کې د بندیانو شمېرکم شي او بالاخره به یي وتړي.

ویاندې دا هم وویل،ولسمشر اوباما به د بهرنیو چارو په وزارت کې د یوه نوي جګ پوړی مامور د ټاکلو په ګډون چې مربوطو هېوادونو ته د بندیانو د استولو چارې تنظیم کړي، ځیني خپل اقدامات ممکن عملي کړې.

دا څوکۍ د تیري جنورۍ میاشتې راهیسې خالي ده.

ولسمشر باراک اوباما د ځینو نورو اقداماتو یادونه هم وکړه :

«زه غواړم په دي مسلې له سره غور وکړم. زه به له خپل ټیم څخه وغواړم چې د ګوانتنامو زندان په اړه د شویو اقداماتوپه اړه له سره کتنه وکړي، هر شی چې موږ یي په ادارې لحاظ کولاي شو او له کانګرس سره کار وکړو چې دا استدلال یا دوسیه قوي کړو چې د ګوانتنامو زندان د امریکا د خلکو په ګټه نه دی».

د ولسمشر اوباما دا څرګندونې په ګوانتنامو زندان کې د بندیانو له خوا د ډوډۍ نه خوړو د اعتصاب له پیل راهیسي په عام محضر کې د هغه لومړڼۍ څرګندونې وې.

په ګوانتنامو زندان کې بندیان د فبرورۍ له میاشتې راهیسي په اعتصاب دي او د خپل نامعلوم برخه لیک په اړه یي د اعتراض غږ پورته کړیدی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG