د لاسرسي ځای

تازه خبر

"القاعده لا هم افغانستان او نړۍ ته خطره ده"


د پاکستان د اسلامي ګوندونو په یوه جلسه کې د اسامه بن لادن تصویر تر سترګو کېږي
د پاکستان د اسلامي ګوندونو په یوه جلسه کې د اسامه بن لادن تصویر تر سترګو کېږي


اسدالله لودین

کابل:- سبا پنجشنبه د مې میاشتې دویمه نیټه ده، چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو له دویمې کلیزې سره برابره ده.


په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د اسامه بن لادن وژل کېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او وایي، چې له دې سره د دې شبکې فعالیتونه هم محدود شول.

خو د ملي شورا ځینې غړي وایي، القاعده شبکه اوس هم افغانستان او سیمې ته یو لوی ګواښ دی او د له منځه وړلو لپاره یې لازم اقدامات نه دي شوي.

د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکې اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مۍ په دویمه نیټه، اسلام اباد ته څیرمه په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

که څه هم د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکې اسامه بن لادن د وژل کېدو دوه کاله پوره شول، خو تر اوسه هم دغه شبکه افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو لوی ګواښ دی.

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه د اسامه بن لادن وژل کېدل د ځان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بولي او وایي، اوس مهال د دې شبکې فعالیتونه د پخوا په پرتله کمزوري شوي دي.

په کابل کې د ایتلافي ځواکونو یو ویاند ډګروال کالن توماس وایي، د القاعده شبکې د ځپلو لپاره د بن لادن وژل کېدل یو ښه اقدام وو او زیاتوي چې دا شبکه اوس په افغانستان کې پټن ځایونه نه لري.

ډګروال توماس د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې دا مهال القاعده شبکه ځینې وړې حملې او عملیاتونه پلانوي، خو دا دومره جدي نه دي:

"دا مهمه ده چې موږ په دوی باندې فشار راوړو، د القاعده شبکې د را پرزولو لپاره د اسامه بن لادن وژل کېدل یو ښه اقدام وو.

اوس هم د القاعده شبکې ځینې فعالیتونه شته، خو دوی فعالیتونه د یوې شبکې یا ارګان په توګه نه دي.

دغه شبکه اوس ډیره خطرناکه نه ده، دوی اوس هم ځینې حملې او عملیات کوي خو زما په فکر دا د افغانانو لپاره کوم جدي ګواښ نه دی."

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه نیټه اسلام ښار ته نږدې په ایبټ اباد سیمه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

هماغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اسامه بن لادن د وژلو خبر ورکړ او دی یې د زرګونه ملکي کسانو د وژنې مسول وباله.

د اسامه له وژل کېدو وروسته د ده په کور کې داسې اسناد وموندل شول، چې د القاعده شبکې مهمو مشرانو د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره هم اړیکې درلودې.

د ولسي جرګې ځینې غړي هم په دې باور دي، چې د اسامه له وژل کېدو سره د القاعده شبکې فعالیتونه کم شوي خو شبکه لا په خپل ځای پاتې ده.

د دې جرګې یوه غړي داود کلکاني مشال راډیو ته داسې وویل:

"د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو نه پس ددې شبکې عملیاتونه کم شوي او موثریت یې له لاسه ورکړی دی.

اوس یوازې افغانستان کې القاعده فعالیت لري، په نورو ځایونو کې یې فعالیتونه کم شوي دي."

وروسته له دې چې القاعده شبکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه نیټه د امریکا د نړیوالې سوداګرۍ پر جګو بورجونو حمله وکړه، امریکا د القاعده شبکې د ځپلو لپاره افغانستان ته راغله او د طالبانو نظام یې را نسکور کړ.

امریکا له پرله پسې لس کلنو هڅو وروسته بلاخره د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې وموند او په خپل کور کې یې له منځه یووړ.

د مشرانو جرګې غړی داود حساس د اسامه وژل کېدل یوه عادي پیښه ګڼي او وایي لکه څنګه یې چې تمه کېده، هسې نتیجه یې ورنه کړه.

ښاغلي حساس مشال راډیو ته وویل، ترڅو چې د القاعده شبکې ملاتړي هیوادونه چې دده په خبره پاکستان هم په کې دی اصلاح نه شي، دا شبکه له منځه نه شي تللی:

"په پاکستان کې د اسامه وژل کېدو د افغانستان او دنیا لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلوده، لاسته راوړنه به یې هغه وخت درلوده چې دوی دا مسله تعقیب کړې وه، چې اسامه څنګه په پاکستان کې اوسیده؟ چا بوولی وو؟ د چا له خوا ساتل کېده؟ په کومه لار ته؟ او له کومې خوا راغلی وو؟.

اسامه یوشخص نه وو، هغه د دولتونو له خوا حمایه کېده، په پاکستان کې د استخباراتو مرکز ته نږدې په یوه کور کې اوسیده، نن القاعده ضعیفه نه ده، هرکله چې د القاعده ملاتړي هیوادونه مشخص شي، بیا کولای شو دا شبکه له منځه یوسو."

کله چې اسامه د ۱۹۹۸ کال په فبرورۍ کې یوه فتوا ورکړه او وې ویل، چې د امریکایانو او یهودانو د پلویانو وژل د مسلمانانو دنده ده، نو دی امریکا ته ډیر مهم شو.

له دې فتوا وروسته په تانزانیا او کېنیا کې د امریکا په سفارتونو حمله وشوه، چې ۲۲۴ کسان یې ووژل او شااوخوا پنځه زره نور یې ټپیان کړل.

امریکا له دې حملو وروسته اسامه د هغو کسانو په لست کې شامل کړ چې امریکا یې پر سر میلیونونه ډالر انعام کېښود.

خو سیاسي کارپوهان وایي، لکه څنګه چې لازمه وه امریکا د القاعده شبکې د له منځه وړلو لپاره کار نه دی کړی.

جنرال امرالله امان مشال راډیو ته وویل، چې نړیوال ټولنه باید ددې شبکې د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات وکړي:

"د القاعدې سازمان یوه ملي او بین المللي ترورستی شبکه ده، دې شبکې د رهبري له لحاظه یوه وړه کۍ صدمه ولیدله، زه هیله من یم چې نړیواله ټولنه هغه ژمنې عملي کړي چې ددې شبکې د له منځه وړلو لپاره یې کړي دي."

غوښتل مو د القاعده شبکې د اوسنیو فعالیتونو په اړه د دفاع وزارت نظر هم را واخلو، خو ددې وزارت ویاند په دې اړه له خبرې کولو ډډه وکړه.

څه موده وړاندې په کابل کې د ایساف ویاند ګونټر کټز هم وویل چې په افغانستان کې القاعده شبکه له منځه تللې خو ممکن ځینې غړي یې اوس هم پاته وي.

د القاعده شبکې د بنسټ ایښودونکې اسامه بن لادن تر وژل کېدو یوه نیمه میاشت وروسته ددې شبکې دویم غړی ایمن الظواهري ددې شبکې مشر وټآکل شو، خو معلومه نده چې الظواهري دا مهال چېرته دی؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG