د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د طالب پلوه وزیراعظم راوستو سازش روان دی"


به ۲۰۰۹م کال کې د سوات طالبان
به ۲۰۰۹م کال کې د سوات طالبان

ظفر کریمي

کراچۍ :د پاکستان د کیڼ اړخو ګوندونو عوامي نیشنل ګوند،متحده قامي مومنټ او پیپلز پارټي د چارواکو وینا ده چې په پاکستان کې ترهګرو او د هغو پلویانو ته د واک سپارلو سازش روان دی او هڅې کېږي چې طالب پلوه وزیراعظم راوستل شي .


د یادو درې واړو ګوندونو مشرانو دا خبره بېګا شپه په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ګوند په مرکز ناین زیرو کې د ګډې غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وکړه.

په دغه خبري غونډه کې د عوامي نیشنل ګوند د سند څانګې مشر سنیټر شاهي سید، د پیپلز ګوند رهنما او د کورنیوچارو پخواني مرکزي وزیر رحمان ملک او د ایم کیو ایم ګوند مرستیال کنوینر فاروق ستار ګډون لرلو.

خبري ناستې ته په وینا کې د ایم کیو ایم ګوند مشر چارواکي ډاکټر فاروق ستار وویل چې په پاکستان کې د ۲۰۱۳ په ټاکنو کې درغلیو ته لار هواریږي نوموړي په دې کار کې د پاکستان او نړیوال اسټبلشمنټ ککړ وباله.

(( موږ درې واړه ګوندونه دا غوښتنه کوو چې خپلواکې او په انصاف ولاړې ټاکنې دې ترسره شي په دې لړ کې دې د ټاکنو کمیشن، نګران حکومت او قانون نافذونکې ادارې خپل خپلې ذمه وارۍ پوره کړي ))

خبري غونډې ته د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې مشر سنیټر شاهي سید په خپله وینا کې وویل چې دوی د ترهګرو د بمي حملو څخه نه ویریږي. هغه وویل د بمي حملو مقصد د لیبرل او روښنفکره قوتونو لپاره د پارلیمان مخه نیول او د ترهګرو پلوي ګوندونه پارلیمان ته رسول دي . د نوموړي په وینا که داسې وشول نو د پاکستان راتلونکی د غیر یقني صورتحال سره مخ کیدلی شي . سنیټر شاهي سید په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

((که دغه انتها پسند په پارلیمنټ کې هم کیني نو د پاکستان په حقله بیا ستاسو څه خیال دی؟ زه یقین لرم چې بیا به د پاکستان پوزیشن داسې وي لکه د یولسم ستمبر د پېښې روسته چې د افغانستان و. دنیا موږ ته دهشتګرد ریاست ویلی شي او په موږ بندیزونه لګولای شي. په داسې حال کې بیا له دوی سره وسایل څه دي ؟ له دوی سره مالومات څه دي؟ ددوی په دنیا کې د اوسیدو طور طریقه څه ده ؟ چې کله دا صورتحال دی چې ته د بل په پښو ولاړ یې نو بیا دړکې [ګواښونه] ولې کوې ))

خبري غونډې ته د کورنیو چارو پخواني مرکزي وزیر او د پیپلز ګوند رهنما رحمان ملک هم وینا وکړه او وې ویل که د پنجاب حکومت د وسله والې ډلې لشکر جنګوي په ضد عملیات کړی وې نو نن به د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې د ټاکنیز کمپین په مهال بدامني نه وې:

((دې وایي دوي غواړي یو طالب پلوه وزیراعظم راوستل شي ، دا د پاکستان د ماتولو په ضد دا یو سازش دي))

په یاده غونډه کې د درې واړو ګوندونو مشران په دې سره سلا شوي دي چې د ترهګرو په وړاندې به خپلې سیاسي مبارزې ته دوام وربخښي .
XS
SM
MD
LG