د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې انتخابات ولې کېږي؟




له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي د پاکستان پخوانی سفارتکار آياز وزير په انګريزي ورځپاڼه دې نيوز کې ليکې، دا وخت په قبائلي سيمو کې درې سوه نهه ديرش انتخابي اميدواران په ټاکنو کې برخه اخلي چې په کې څلور اويا له سياسي ګوندونو سره تعلق لري.


د ده په خبره د نورو ګوندونو په شان دغه اميدواران د ووټ راټولولو لپاره له خلکو سره لويې لويې وعدې کوي خو د ده په خبره يا خو دوی نه پوهيږي او يا بيا دا حقيقت له پامه غورځوي چې که د پارليمان غړي و هم ټاکل شي دوی به بې وسه وي.

د دې وجه ليکوال د پاکستان په آئين کې شامله دفعه دوه سوه اوه څلويښت اې يادوي چې له مخې يې د قبائلي سيمو د پارليمان غړي د خپلو سيمو په اړه قانون نه شي جوړولی.

د آياز وزير په خبره دا ځل د ټاکل شوو نمائندګانو اهميت به يوازي د وزيراعظم او صدر ټاکلو يا بيا تر عدم اعتماد پورې محدوده وي.

ليکوال وايي، نه پوهيږي ولې د ملک واکداران د قبائلي سيمو له خلکو سره دروغژنې ژمنې کوي. پيپلز پارټۍ دا دعوی کوي چې د سيمي د خلکو د سياسي آزادۍ لپاره يې يوه لاره خلاصه کړه خو دوی دا خبره هېره کړه چې د آئين دوه سوه اوه څلويشت دفعه خلک له داسې آزاديو محرومه کوي.

دآياز وزير په وينا لنډه دا چې د قبائلي سيمو خلک داسې احساسوي چې که پوځي او يا بيا ټاکل شوی حکومت وي له دوی سره مخلصه نه دي. دغه واکداران د دې سيمو په اړه فيصلې کوي خو له اوسيدونکو يې پوښتنه نه کوي. د ده په خبره د ترهګرۍ پر ضد جنګ په قبائلو تر تپلو له مخه آيا له دوی پوښتنه وشوه؟

آياز وزير خپل کالم پر دې ختموي چې په قبائلي سيمو کې رښتوني بدلونونه هغه وخت راتللی شي کله چې د دې سيمي له اوسيدونکو سره سلا مشوره وشي او د خلکو له خواهش سره سم د آئين په دوه سوه اوه څلويښت دفعه کې يو مناسبه بدلون راوستل شي.
XS
SM
MD
LG