د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه پرانستل شوه



مجیب الرحمان انګار

د تورخم دروازه د افغان و پاکستاني سرحدي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته د خلکو پرمخ پرانستل شوه.


پاکستاني چارواکي وايي، د دواړو خواوو د مسوولینو ترمنځ له پرون راهیسې خبرې اترې روانې وې، چې بلاخره نن(چارشنبه) سهار دغه سرحدي بندر ته د ایف سي د ځايي مشر تر ورتګ او له افغان لوري سره دخبرو اترو په نتیجه کې يې د دروازې د پرانستو امر وکړ.

د پاکستان سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه د سېشنبې له سهاره د خلکو پرمخ تړلې وه او هېچا ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله.

یوه پاکستاني افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي له سیمې په تلیفون مشال راډیو ته وویل:

(سهار شاوخوا لس بجې دروازه پرانستل شوه، عامو خلکو و باري موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، خو یوه یادونه ضروري ګڼم چې د مې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د انتخاباتو په لړ کې به دوه ورځې یعنې دمۍ پر لسمه او یوولسمه د دوو ورځو لپاره په بشپړه توګه تړل کیږي او هیچا ته به د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي)

نوموړی وايي د راتلونکي په باب هېڅ نه شي ویلی، خوسمدستي دغه دروازه دټولو خلکو پرمخ پرانستل شوې ده.

دغه دروازه پرون سه شنبې د افغان وپاکستاني سرحدي سرتیرو ترمنځ ترلفظي شخړې وروسته د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه.

د راپورونو له مخې له افغانانو سره د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو ناوړه چلند افغان سرتیري په غوسه کړل چې بیا وروسته د دواړو خواوو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

که څه هم د پاکستان مرکزي دولت لا رسماُ په دې باب څه نه دي ویلي، خو د ناتائيد شویو راپورونوله مخې په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې د هغو خلکو پرتګ راتګ، چې دسفر قانوني اسناد یعنې ویزه ونه لري دایمي بنديز ولګیږي.

د وروستیو راپورونو له مخې دسېشنبې پر ورځ څلور تنه افغان ناروغانو د دروازې بندیدو له امله ساه ورکړې او ګڼ شمیر نورو په سخت حالت کې شپې سبا کړې.

د راپورونو له مخې ددغې دروازې د بندیدو له امله دښځو، ماشومانو و سپين ږیرو په ګډون زرګونه تنه ایسار ول.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني لوری د افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړي. له دې وړاندې هم په کراتو دغه ستونزه رامنځته شوې.
XS
SM
MD
LG