د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم زرګونه مساپر د لارې خلاصیدو انتظار کوي


شاه محمود شینواری

جلال اباد:- پاکستاني ځواکونو د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا د تورخم دروازه د مساپرو پرمخ وتړله،چې له امله يي د کوما په حالت کې څلور تنو ناروغانو ساه ورکړه.


په تورخم کې افغان کمیسار هدایت الله اوریا مشال راډیو ته وویل،چې دغه لاره له سهاره د مساپرو پرمخ بنده شوې، د اوریا په خبره دوی هڅې کوي،خو هاغه غاړه هیڅ خبرو ته نه حاضریږي او د دروازې دواړو لورو ته په زیاته اندازه مساپران ولاړ دي.

نوموړی وايي،چې دا ستونزه يي له مرکز سره هم شریکه کړې ده:

« هاغې غاړې ته مو څو ځلې احوال ورکړ،چې خبرو ته کښیني او لاره خلاصه کړي خو هیڅ خبرو ته نه حاضریږي او مرکز ته مو هم شفر ورکړی دی او خلک د دروازې دواړو غاړو ته په انتظار کې دي،چې دا لاره خلاصه کړي»

بلخوا په تورخم کې بند پاتې مساپر،چې ډيره برخه يي ناروغان،زنانه او ماشومان دي وايي،چې ټوله ورځ يي په تورخم کې تیره کړه او نه پوهیږي،چې خپل غږ چاته ورسوي.

دغه مساپر وايي،چې دا لومړنی او وروستی ځل نه دی،چې دوی له داسې ستونزو سره مخ کیږي بس هره کله،چې د پاکستاني چارواکو زړه وشي نو د افغانانو ځورونې لپاره يي بهانې ډيرې دي.

مساپران پر افغان دولت غږ کوي،چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزې آوارې کړي او په دې برخه کې دې بې غوره نه پاتې کیږي:

« زه له کابله راغلې یمه ناروغه یم اوس دا دروازه دې خلاصه کړي موږ دلته ځای نه لرو او بیرته کابل ته هم نشو تلی موږ مریضان یو نو څه وکړو دلته په تمه ناست یو.

دغه مساپر ګوری زیاتره يي ناروغان دي زه خپله ناروغ یم او بل دوه کوره یم یو په کابل او بل په پيښور کې اوسیږم نو موږ څه وکړو یا دې بیخې دا دروازه بنده کړي او یادې خلاصه کړي،هسې خلک ولې له مشکل سره مخ کی»

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم څو وارې د تورخم دروازه د مساپرو پرمخ تړلې وه،چې کله خلاصه او کله بنده کړي،خو افغان چارواکو ددې ستونزې د حل په برخه کې له پاکستاني چارواکو سره کومې څرګندې پریکړې ته نه دی رسیدلی،چې دغه ستونزه د تل لپاره آواره کړي.
د مساپرو په خبره د تورخم دروازه پاکستاني ملیشو لپاره یوه اقتصادي لاره ده،چې زړه يي شي کله په بشپړه توګه بنده او کله د غیرې قانوني مساپرو پرمخ بنده کړي،چې بیا په ښکاره توګه د پیسو په بدل کیږي ورته اجازه ورکوي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د داځل دروازې د بندیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG