د لاسرسي ځای

تازه خبر

باګرام:امریکایي نسکوره شوې الوتکه کې ۷ تنه وژل شوي


په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې د دوی په هغه الوتکه کې سپاره اووه کسان ټول وژل شوي دي چې د کابل په شمال کې لوېدلې ده.

د نړیوالو ځواکونو دا امریکايي الوتکه د دوشنبې په ورځ د بګرام له هوايي ډګره تر الوتکو سمدستې وروسته غورځېدلی ده.

د دې پرواز تنظیموونکې نشنل ایر کارګو په نامه د امریکايي کمپنۍ یوه ویاند په دې پېښه کې د اوو کسانو د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

د باګرام ولسوال د ځايي افغان عیني شاهدانو له خولې ویلي چې الوتکه شاوخوا څلور سوه میټره پورته شوه او بیا ناڅاپي را وغورځېده.

دا له هغه وروسته ده چې دوې ورځې وړاندې هم د افغانستان په جنوب کې د خراب موسم له امله د امریکا د یوې څارګرې الوتکې د لوېدو په پېښه کې څلور امریکايي عسکر ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG