د خیبر د جمرود تحصیل په وزیر ډنډ سیمه کې له افغانستانه پر راتلونکو تشو کنټېنرو د وسلوالو په ډزو کې یو ډرایور وژل شوی دی.
د جمرود تحصیل د خاصه دارو ځواک لاین آفیسر خانداد بېګا شپه مشال راډیو ته وویل چې له پېښې وروسته یې د بریدګر لټون پیل کړی خو لا تر دې دمه یې څوک نه دې نیولی.
تر دې وړاندې هم بیا بیا د خیبر درې پر لاره د ناټو سپلايي ګاډي او ډرایوران په نښه شوي دي.