د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام وزیر اعظم له یوه بریده روغ وتلی


د شام دولتي ټیلي وېژن وايي، وزیر اعظم وایل الحلقي په پلازمېنې دمشق کې له یوې حملې روغ وتلی دی.

دولتي ټېلي وېژن دې حملې ته د ترهګر برید نوم ورکړی دی. د خبر تر مخې، د حلقي پر قافلې نن د دمشق په غرب کې د مزح په سیمه کې له یوه ښوونځي سره نېږدې حمله شوې ده.

دولتي خبري اژانس سنا ویلي، په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د فرانسې خبري اژانس یو عکاس وايي، په بمي چاودنه کې یو شمېر ګاډي ویجاړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG