د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې بېګا چاودنه شوې ده چې په کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او پینځه ژوبل دي. دا بمي چاودنه د عوامي نیشنل ګوند غړي امیر رحمان تر جلسې وروسته شوې ده.
چارواکو بېګا ناوخته مشال راډیو ته وویل، حمله د رفیق کالو خان په سیمه کې د صوبايي اسمبلۍ ۳۲مې حلقې څوکۍ له پاره د ولاړ نوماند یا امېدوار امیر رحمان پر قافله شوې ده،. په دې حمله کې نوموړی بچ دی.
د پېښور و صوابۍ د حملو پړه لا چا نه ده منلې.