د لاسرسي ځای

اروپا و امریکا کې کفایت شعاري پر خلکو منفي اغېز لري


څېړونکي وايي، د نړیوال اقتصاد ښه کولو له پاره د لګښتونو کمول په اروپا او امریکا کې د خلکو پر صحت منفي اغېز لري.


د اکسفرډ پوهنتون سیاسي – اقتصاد پوه ډېوېډ سټکلر او د سټینفرډ پوهنتون د طب او ناروغیو استاد سنجې باسو د څېړنې نتیجې نن خپرې شوې دي.

د لسو کالونو تر څېړونو وروسته دواړه دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د کفایت شعارۍ له عملي کولو سره د ځان وژنو سطح لوړېږي، د خپګان یا ډېپرېشن ناروغي او له مېکروبونو خپرېدونکې ناروغۍ زیاتېږي. د لګښتونو له کمولو سره خلک دارو درملو ته لاسرسی او د صحت پاملرنه هم په مشکله کوي.

په اقتصادي توګه ځپل شوي یونان کې د اېچ آی وي اېډز ناروغۍ بودیجې یا بجټ له کمولو سره، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې د اېډز مرض خپرېدو سطح ۲۰۰ فیصده زیاته شوې ده.
XS
SM
MD
LG