د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل:د يو قومندان په ګډون څلور طالبان ووژل شول




چارواکي وايي، د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې طالب وسله والو د ملي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، او وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې ده.


دوی وايي، په نښته کې د طالبانو د يو سيمه ييز قومندان په ګډون څلور تنه طالبان وژل شوي دي.

د نوبهار ولسوال وزير جوادي وايي، نښتې څلور ساعته دوام وکړ، خو پوليسو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

جوادي د طالبانو د وژل شوي قومندان نوم ملا بخت محمد ښيي.

“د نوبهار په ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو او بيا وروسته د طالبانو او پوليسو تر منځ څلور ساعته جګړه وشوه، په دغه جګړه کې د ملا بخت محمد په نامه د طالبانو يو قومندان او درې نور طالبان وژل شوي، خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

طالبان بيا خپلې غاړې ته د مرګ ژوبلې ور اوښتو ادعاوې ردوي. او وايې چې، په دغه نښته کې يې ګڼ شمېر پوليس وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG