د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار :د اې اېن پي پر دفتر برید چوکیدار ووژل شو


د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلع کې د عوامي نېشنل ګوند د پي کې ۱۳ صوبايي اسمبلۍ امیدوار شاهد خان خټک پر دفتر د وسله والو په ډزو کې د دفتر څوکیدار وژل شوی خو نور غړي روغ رمټ دي.


د نو ښار پولیس مشر ډي پي او وقار احمد رسنیو ته وویل چې برید ګر په تېښته بریالي شوي دي خو پولیسو یې لټون پیل کړی دی.

وسله والو طالبانو د پاکستان درې لویو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، متحده قامي غورځنګ او پاکستان پیپلز پارټۍ ته دړکې ورکړې چې د دغه ګوندونو د سیکولر سیاست له وجې به پر دوی به بریدونه کوي.

او په ملک کې د انتخاباتي منډو ترړو له پېل راهیسې دا مهال د وسله والو طالبانو له خوا تر ټولو زیات بریدونه پر عوامي نېشنل پارټۍ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG