د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له۲۰۱۴ کال وروسته د راډیو ګانوسباوون؟



د افغانستان په ختیځو سيمو کې په دې وروستيو کې يو شمېر ايف ايم راډيوګان جوړ شوي، چې د خبرونو او سياسي راپورونو تر څنګ،، پر ديني او کلتوري موضوعاتو هم خپرونې کوي.
په داسې حال کې چې د دې راډيوګانو له پروګرامونو سره د اورېدونکو علاقه مندي سېوا شوې، اندېښنې څرګنديږي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته، چې بهرني ځواکونه او مرستندويه ادارې به له افغانستانه وتلې وي، دغه راډيوګان وتړل شي.

په ننګرهار کې د اباسين راډيو مسئول معروف سادات ځايي ايف ايم راډيوګانو ته ورپېښ دغه مشکل مني او وايي چې د افغانستان سيمه ييزې رسنۍ پر همدغو بهرنيو مرستو تکيه کوي.

((د رسنيو ځينې مسئولين دا ويره لري چې کېدای شي له ۲۰۱۴ م کال وروسته له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو په کمېدو سره د دوی پر کارونو يو څه منفي اغېز وکړي. خو زما په نظر، دغه اندېښنه يوه رواني بڼه لري. خو که چيرې نړيواله ټولنه له ۲۰۱۴ م کال وروسته په مختلفو برخو کې، په ځانګړي ډول په اقتصادي او ملکي برخو کې، له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي نو ښايي دومره زيات اغېز و نه لري.))

معروف سادات د افغانستان کمزوري اقتصاد ته په اشارې زياتوي چې د بهرنيو مرستو په غير موجودګۍ کې د دوی د سيمو د ايف ايم راډيوګانو فعاله پاته کېدل يو ستونزمن کار دی.

((د راډيوګانو او د رسنيو د دوام لپاره تر ټولو ستره سرچينه مارکيټنګ او اعلانات دي. خو په افغانستان کې له بده مرغه د پايداره اقتصادي فعاليتونو نیشتوالی، د کارخانو نیشتوالی، په افغانستان کې له پانګې اچونې سره د ډېرې لېوالتيا نیشتوالی، دا هغه لاملونه دي چې خلک اندېښمن کوي چې که چيرې نړيوالې مرستې کميږي نو په ترڅ کې يې رسنۍ له سکوت سره مخامخ کيږي.))

خو هم په ننګرهار کې فعاله د اباسين په نوم د يوې بلې ايف ايم راډيو مشر انجنير همايون بيا ډاډ څرګندوي چې افغانستان به يوه خوشاله او سوکاله راتلونکی ولري او دوی به وکولای شي چې د خپلو راډيوګانو له لارې خلکو ته د شعور ورکولو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

((موږ خو دا مهال فعلاً په سلو کې سل في صده خپل ځان په خپله ساتو. او وروسته به هم همدغسې کوو. که چيرته افغانستان د خيره سره وي او امنيت موجود وي، نو انشا الله موږ به تشويش نه کوو. د پښتو ژبې د خدمت د پاره موږ حاضر يو چې د خپل جېب نه مصارف وکړو او خپلې دغه ايف ايم راډيوګانې فعالې وساتو، تر څو زموږ ګران هېوادوال د دې نه مستفيد شي.))

په ننګرهار کې د صفا په نوم د يو راډيو مسول قرار عزيزي، چې د افغانستان دختیځو سيمو د ايف ايم راډيوګانو د اتحاديې مشري هم ور په غاړه ده، پر بهرنيو مرستو د دوی د راډيوګانو د چلېدو خبره ردوي. نوموړی هيله مند دی چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به د دوی راډيوګانې همدغسې فعالې واوسي.

((په ختیځ زون کې تقريباً د شلو او دوه ويشتو په شاوخوا کې ايف ايم راډيوګانې کار کوي. ځينې داسې اوازې دي چې مثلاً دې راډيوګانو ته د ځينو خارجي ملکونو او ډونرانو لخوا پيسې ورکول کيږي. خو زه دا خبره ردوم. يوازې د مارکېټنګ او اعلاناتو له لارې دوی خپل ځان ساتي. دغه ۲۰۱۴ م کال به دومره خطرناک نه وي. خو د خلکو په زړونو کې يوه ويره ده، يو وهم دی، چې دا به څنګه چل وي او څنګه به نه وي ؟ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو او ادارو وتل به حتماً په ټولو چارو کې لږ لږ تاثير ولري. همدغسې يوه اغېزه به يې پر راډيوګانو هم وي، خو ډېره کمه. دومره هم نه چې قلف او بندې شي. داسې کومه موضوع به په کې نه وي، انشا الله.))

قرار عزيزي، د دې لپاره چې سيمه ييز راډيوګان په لا ډېره موثره توګه خپل کارونه پر مخ يوسي، د افغانستان له دولته غواړي چې له خبريالانو سره يې د خبرونو او راپورونو جوړولو په برخه کې کمک وکړي. نوموړی له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم لري چې د اعلاناتو ورکولو پر وخت له رسنيو سره مساوي سلوک وکړي.
XS
SM
MD
LG