د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ،صوابۍ اوپېښورکې ډزې اوچاودنې ګڼ مړه اوژوبل



د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د یوه انتخاباتي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده چې په کې څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه نن د کوهاټ په د کچې پخې په سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، چاودنه د خپلواک یا ازاد امېدوار په توګه انتخاباتو ته ولاړ ملک سید نور اکبر دفتر مخې مخې ته شوې ده. پولیس وايي، په دې چاودنه کې نور اکبر محفوظه دی. نوموړی له قبایلي سیمې اورکزیو د قامي اسمبلۍ ۳۹مې حلقې څوکۍ له پاره نوماند دی. د کوهاټ روغتیايي چارواکي وايي، په ژوبلو کې د دوو حالت خراب دی او درملنې له پاره پېښور ته لېږدول شوي دي.

هلته په صوابۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په صوبایی امیدوار محمد اسلام وسلوالو ډزې کړي ، چې پکې د هغه ورور وژل شوی دی. دغه پیښه تیر ماښام مخې ته راغلې. بلخوا نن په چارسده روډ د خیبر ایجنسۍ د ازاد امیدوار ناصر خان اپریدي په دفتر بمې حمله شوې چې پکې درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوې دي.طالبانو د ټولو پېښو پړه منلې ده.
XS
SM
MD
LG