د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ږلۍ او بارانونو تاوان اړولی دی


ښرنه - د جمعې پر ورځ د پکتيکا ولايت کټواز سيمې په اتو ولسواليو يوسف خېلو، خيرکوټ، جاني خیلو، یحيا خیلو، خوشامند، تروې، وړممۍ او وازيخوا کې پرله پسې او سخت بارانونه او ږلۍ شوې، چې له امله يې نېږدې 2200 کورنۍ زيانمنې شوېدي.


د پکتیکا ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ۲۰۰ کورونه هم دیادو بادونو او بارانونو له امله زیانمن شوي او په اتو ولسوالیو کې شا و خوا 500جریبه باغونه او دمیوو ونې له منځه تللي دي .

د پکتيکا ولايت د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالهادي (( هادي )) له قوله ویل شوي، د پکتیکا د ولایت مقام په لارښوونه دزیانمنو سیمو او کورنیو دسروې لپاره دولايتي شورا، سرې مياشتې، کرهڼې مالدارۍ او د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې داستازیو په ګډون پلاوی ګمارل شوی ترڅو زیانونه مشخص او له زیانمنو کورنیو او بزګرانو سره لازمې مرستې ترسره شي .

ښاغلي عبدالهادي زیاته کړې، د یادې طبعي پيښې په اړه يې په کابل کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې ته مالومات ورکړي او لدوی څخه يې زیانمنو کورنیو سره دبیړنیو مرستو په خاطر د همکارۍ غوښتنه شویده .

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو ورځو کې دافغانستان په سویل او شمال کې بارانونو او توفانونو همدارنګه دزلزلې له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه يې اوړیدلي دي .
XS
SM
MD
LG