د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د شام کیمیاوي وسلو کارولو جدي پلټنې کوي


واشنګټن - د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې پر ورځ ژمنه وکړه چې په شام کې د حکومتي ځواکونو له خوا د کیمیاوي وسلو کارولو د رپورټونو په اړه به ډېر جدي تحقیقات وکړي.


اوباما په واشنګټن کې د خبرو پر مهال یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د کیمیاوي وسلې د کارولو ثبوتونه به د لوبې لور بدل کړي.

((زه په عامو او خاصو مجلسونو کې په دې اړه ډېر صریح وم چې د شام د حکومت له خوا د خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلې کارول به له هغې کرښې اوښتل وي چې زما محاسبه او له دې مسلې سره د امریکا چلند به بدل کړي.))

ده د اردن له باچا دویم ملک عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې په کتنه کې دا خبرداری ورکړ.
اوباما وویل، امریکايي چارواکي داسې اسناد لري چې په شام کې د عامو خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارول ښيي.

اوباما له دې مخکې ویلي ول، له کیمیاوي وسلې د کار اخیستو مسله به له ممنوع سرې کرښې اوښتل وي او د امريکا له خوا د سخت غبرګون باعث به شي.

تر دې مخکې د برتانیې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون ویلي ول، داسې محدود خو زیاتېدونکي ثبوتونه شته دي چې د شامي ولسمشر بشار الاسد رژیم کیمیاوي وسلې کاروي.

کیمرون د جمعې پر ورځ بي بي سي ته وویل، دا ثبوت ((ډېر خپه کوونکی)) دی او دا د یو جنګي جنایت یا جرم په مانا دی.

د پنجشنبې پر ورځ سپینې ماڼۍ اعلان کړی وو چې امریکايي استخباراتي ادارې د کم و زیات باور په اساس دې نتیجې ته رسېدلي چې د اسد رژیم کیمیاوي وسلې کارولې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي ول، په وړوکي کچ د سیرین په نوم یو ګیس کارول شوی دی.

خو په دې اړه تفصیل نه وو ورکړل شوی چې دا کیمیاوي وسلې چېرې کارول شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG