د لاسرسي ځای

تازه خبر

ووټ ورکول ديني فريضه ده:پاکستان علما کونسل


د پاکستان علما کونس مشر علامه طاهر اشرفي
د پاکستان علما کونس مشر علامه طاهر اشرفي

رياض موسه خېل

داسلام آباد يو مقامي هوټل کې د پاکستان علما کونسل په مشرۍ کې د قومي يکجهتي کانفرنس په نوم يوه غونډه وشوه چې په کې د ۲۸ مذهبي او اقليتي ډلو نمائندګانو ګډون لرلو. پر دې مهال د څلوېښتو پاڼو يوه فتوه هم جاري کړل شوه چې په کې وويل شويدي اسلام د ووټ نه کله هم منع نه ده کړې او بعضې خلق مذهب دخپلو ذاتي ګټودپاره کاروي.


کانفرنس ته د خطاب په وخت د پاکستان علما کونسل چېرمېن علامه طاهر اشرفي وېنا وه د دې نه بل لوئې ظلم نشته چې د ووټونو په ورځ مونږ په کور کې کښېنو او خپل ووټ استعمال نکړو.

د ده په خبره د نظام سمولو دپاره مونږ له پکار ده چې په دغه ورځ دخپل ووټ صحيح استعمال اوکړو ځکه که ښه خلق ووټ نه اچوي نو خراب خلق به ايوانونو ته رسي.

د زنانوو د ووټ په اړه د ده وينا وه چې اسلام ښځو او سړو ته يوشان د ووټ حق ورکوي او پاکستان کې پنځوس فيصده زنانه دي نو که دوي د ووټ نه منع کړې شوې نو بيا څنګه به دا ټولټاکنې پاکې صافې وي.

دغه رنګ کانفرنس ته د خطاب په وخت د جمېعت علما اسلام سميع الحق ډلې مشر مولانا سميع الحق وېنا وه چې ووټ د ګواهۍ او شهادت مرتبه لري او ترڅو چې په سم ډول ګواهي نه ورکول کېږي معاشره به تباهۍ اړخته ځي.

ده زياته کړه چې د ټولو خلقو فرض دې چې دخپل عقل او پوهې مطابق دې سمو خلقو ته ووټ ورکړي. او دا چې د ووټ نه ورکول يا ضائع کول حرام دي.

فتوه کې د ټول ملک په عالمانو ټينګار شوېدې چې په خطبو کې د ووټ په اهميت رڼا واچوي
XS
SM
MD
LG