د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د پامیر په نوم چاڼیز عملیات پیل شول



دپکتیکا ولایت دبرمل،ګيان او زیړوک په دریو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي دي.


دځايي پوځي چارواکیو په وینا ،چې دپامیر په نوم له چاڼیزو عملیاتو څخه يې موخه دوسلوالو مخالفینو له ګواښ څخه دیو شمیر سیمو ژغورل او له سیمه ییزو پولیسو نه ملاتړ ښوول شوی دی.

په دې اړه دپکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ،چې عملیات دثور میاشتې له پنځمې نېټې څخه پیل شوي او په دې سره به دپکتیکا ولایت برمل، ګيان او زېړوک ولسوالۍ دوسلوالو مخالفینو له فعالیتونو څخه پاکې شي او سیمه ییزو پولیسو سره به دامنیت په ټینګښت کې مرسته وشي .

په خبرپاڼه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال زمري له قوله ویل شوي چې پدې عملیاتو کې دملي اردو ،ملي پولیسو،سرحدي پولیسو ،ملي امنیت او نورو پوځي ادارو منسوبین برخه لري،چې تر دې مهاله يې د وسلوالو مخالفنيو يو تن مهم غړی له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای نيولی او د نورو څیړنو په موخه يې دیاد ولايت د ملي امنيت ادارې ته سپارلی دی.

جنرال زمري دا هم ویلي ،چې د چانيزو عملياتو په بهیر کې يې پنځه کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي او پدې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هيڅ ډول مالي او ځاني زيان ندی اوښتی .
په خبرپاڼه کې دوسلوالو مخالفینو دمهم کس نوم او دنیولو ځای نه دی په ډاګه شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG