د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: ځايي ولس او طالبانو یو بل ته مورچې نیولې


روح الله اونوري

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د بهرنیو او کورنیو وسله والو طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ د جمعي په سهار نښته شوې چې اوو تنو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.


قومي مشران وايي جګړه پاي ته رسیدلي خو دواړه خواوي یو بل ته په مورچو کې ناست دي او هر ساعت یې امکان شته چې جګړه ونښلي.

د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد عالم مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د دوی دوه تنه وهلي ول. قومي مشرا ن دجمعي په سهار د خپلو خلکو د پوښتني او په راتلونکې کې د دغه ډول پیښو د مخنیوي په خاطر په جرګه بوخت ول چې ورته خبر راورسیده چې وسله وال طالبان غواړي پر جرګه حمله وکړي.

((چا خبر راکړ چې ځانمرګي درپسي درغلل او ځان وساتئ،راته یې وویل، چې په فلاني رنګ نمبر پلیټ لرونکې موټر کې ناست،کله چې موټر زموږ کسانو ودرولو نو هغوی پرې ډزې وکړې. په ډزو کې زموږ څلور کسان سري سري ټپیان شول. له هغوي نه یو ځانمرګی، یو یې ملګری وژل شوي او یو یې ټپی شوی دی .له ځانمرګي مو اسناد هم ترلاسه کړی دي.))

دی وايي، د خپلې خاورې او خلکو په کلکه ساتنه کوي .او وسله وال ورڅخه غواړي چې باید خپلې اړیکې له حکومت سره وشلوي.

((موږ قومي خلک له هېچا سره اړیکې نه لرو، نه پر کوم ګوند پورې تړلي یو، د دولت خلک یو او د دولت پر سر ځورېږو چې تاسو ولي د دولت ملاتړ کوی، ولې عسکر ورکوئ ؟ په هم دې خبرو مو کورونو ته بمونه ایښودل کیږي، ویشتل کیږو، له خپلو کورونو ویستل کیږو. له دولت او نړیوالو مو داغوښتنه ده چې زموږ غم دې وخوري.))

حاجي محمد عالم وايي، وسله والو طالبانو په سیمه کې خپلو ټولو ملګرو ته خبر ورکړی چې باید د دانګام خلاف په جګړه کی ورسره همکاري وکړي.

په ولسي جرګه کې دکونړ استازي حاجي سخي مشواڼي مشال راډیو ته وویل چې له ستونزې یې ولسمشر کرزی او نور مسولین خبر کړي دي.

((ما ولسمشر ته وویل چې هلته پراته وسله وال زموږ ملي پولیس ،سرحدي پولیس ، ملي اردو او قومي مشران ولې باید له سیمي وشړل ))

دکونړ والي سید فضل الله وحیدي مشال راډیو ته وویل، چې دوی ته دنښتې او د څلورو کسانو د ټپي کیدو خبر ورسېدلی دی .خو اوس دجګړې د بندولو لپاره جرګه روانه ده.

((هلته څه پاکستاني طالبان دي او ولسي خلک ورپسې پاڅېدلي دي. ماته د زخمیانو راپور راغلی خو هغه هم دقیق نه دی. او نوره جرګه روانه ده چې ستونزه هواره شي .))

تر اوسه وسله والو طالبانو د یادې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دانګام د کونړ هغه سرحدي ولسوالۍ ده چې تیر دوه کاله پرې د پاکستان د پوځ له لوري په سلګونو د توپونو درانه توغندي ویشتل شوي او روان لمریز کال کې هم د پاکستان پوځ خپلو توپچي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG