د لاسرسي ځای

تازه خبر

"شکیل اپرېدي ته ۳۳ کلنه سزا غېر قانوني ده"


ډاکټر شکیل اپرېدی
ډاکټر شکیل اپرېدی



په پېښور کې تېره ورځ د ایف سي آر عدالتي جرګګۍ د ډاکتر شکیل اپریدي له خوا د غوښتنلیک په اړه اورېدنه شوې ده.


ډاکتر اپریدي د خپل ۳۳ کالني بند سزا پر ضد دا اپیل دایر کړی وو. د ایف سي آر عدالتي جرګګۍ مشري صاحبزاده انیس کوله او په دې اړه یې خپله پرېکړه د مې میاشتې تر دویمې محفوظه کړه.

پر دې مهال د شکیل اپریدي وکیل سمیع الله اپریدي د ۳۳ کالونو بند سزا غیر قانوني او غیر اییني بللې ده.

سمیع الله اپریدي بېګا په دې لړ کې مشال راډیو ته وویل چې مرستیال پولیټیکل اېجنټ د دومره لویې سزا ورکولو واک نه لري.

( په دغه دفعو کې په کار دا وي چې وفاقي یا صوبايي حکومت له لوري باقاعده شکایت وشي. خو د ډاکټر شکیل اپرېدي په کېس کې داسې هېڅ کیسه او شکایت نشته. او بل زموږ دریځ دا وو چې مرستیال پولیټیکل اېجنټ دومره اخیتا نشته یانې جوډیشل مجسټرېټ یو چا ته صرف تر درو کالو پورې سزا ورکولی شي. تر دې زیاته سزا هېچا ته نه شي ورکولای.)

پر شکیل اپریدي تور وو چې د امریکا له استخباراتي ادارې سره یې د اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې موجودګۍ په اړه همکاري کړې وه. په همدې تور دی نیول شوی وو او لومړی ورته له وطن سره د غدارۍ په تور سزا واورل شوه او بیا حکومت دریځ بدل کړ او و یې ویل چې له لشکر اسلام وسله والې ډلې سره د تړاو په تور ورته د ۳۳ کالونو سزا اورول شوې ده.
XS
SM
MD
LG