د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ټرافیکي پېښه کې ۳۰ تنه ووژل شول



د افغانستان چارواکي وايي، په کندهار کې په ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.


د والي یوه ویاند جاوېد فیصل ویلي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ده وویل، نن له سپرلیو ډک یو بس له لارۍ سره وجنګېد.

دی زیاتوي، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ژوبل شوي هم دي. د ټکر لامل مالومولو له پاره پلټنې روانې دي.

خو د هېلمند والي ویاند وايي، پر لارۍ وسله والو طالبانو حمله کړې وه او د سړک غاړې ته په داسې حال کې پرېښودل شوې وه چې اور ورباندې بل وو او دا بس ورسره وجنګېد. خو د کندهار والي ویاند دا رپورټ ردوي.

ویل کېږي په بس کې سپاره کسان ټول هغه کار ګران ول چې د سیمې د کوکنارو په پټیو کې د کار په لټون روان ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG