د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:د اې اېن پي پر امېدوار بمي برید درې تنه ژوبل





د کراچۍ پولیس وایي، نن سهار د ښار په مظفراباد کالوني کې د عوامي نېشنل پارټۍ پر انتخاباتي امیدوار عبدالرحمان نامالومه وسله والو د لاسي بم حمله کړې ده.


د برید په نتیجه کې د یو ماشوم په ګډون درې لارویان ژوبل شوي دي

د عوامي نېشنل ګوند د ملیر ضلعې د اطلاعاتو سیکرېټري یاسر کونډي د جمعې پر ورځ مشال ریډیو ته وویل، چې عبدالرحمان له بریده روغ رمټ وتلی خو د هغه ګاډی ټول ویجاړ شوی دی .

د هغه په وینا عبدرحمان د کراچۍ له ۲۵۵ حلقې څخه د قامي اسمبلۍ لپاره امېدوار دی او د عوامي نېشنل ګوند د ۱۲۹ حلقې صدر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG