د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ګاونډ کې وسله والې ډلې


پر پېښور باچا خان هوايي ډګر د وژل شوي یوه ازبک مړی. ۱۶ ډسمبر ۲۰۱۲م کال
پر پېښور باچا خان هوايي ډګر د وژل شوي یوه ازبک مړی. ۱۶ ډسمبر ۲۰۱۲م کال


د امريکا فارن پاليسې مجلې د ليکوال سټيفن ټنکل مقالي ته (په ګاونډ کې وسله والي ډلي) عنوان ورکړی دی. ليکوال وايې، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په رامينځ ته شوو اندېښنو کې به يوه ويره د القاعده په پاکستان بيرته د کېمپونو جوړولو ده.


د ده په وينا له وتو وروسته بايد امريکا زيات پام د ځانګړو ځواکونو کاروايانو ته ورواړوي چې کار به يې د هغو القاعده پاته شونو لټون وي چې بيرته به افغانستان ته راځي.

د نوموړي په خبره په داسي حال کې کيدلی شي پاکستاني طالبانو باندي توجه کمه شي خو د دوی افغانستان ته رسايي ځکه د زياتې انديښنې وړ ده، چې ښايي هند، پاکستان او په سيمه کې د امريکا ګټو ته ورپېښ ګواښ نور هم زيات شي.

ليکوال وايې د پاکستان لويې او وړې ډلې په افغانستان کې فعاله دي. د ده په وينا کله نا کله د پاکستان پر ضد جنګيدونکې ډلې د افغانستان په شمال ختيځو سيمو کې له هغو ډلو سره يو ځای فعاله وي چې پاکستان يې د آلې په توګه استعمالوي.

په دې کې يوه هم لشکر طيبه ده.

د ليکوال په خبره که څه هم د لشکرې طيبه د جنګياليو شمېر کم دی خو له دوه زره لسم کال راهیسې مخ په زياتيدو دي او په افغانستان کې د دوی اوسېدنې چې ټوله توجه يې د هند پر ضد د جنګيدو پر لور وه خوندي کړې ده.

دده په وينا له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وروسته رامينځ ته کيدونکو حالاتو کې تر ټولو خراب حالت ښايې داوي چې اورپکتوب به دوام ولري او دا به نه يوازي رياست له مينځه يو شي بلکې په پراخه پيمانه به دغه وسله وال د يوې آلې په توګه له پاکستان او هند پرته د نورو پر ضد هم استعمال شي.

د ده په خبره د پاکستان او افغانستان ترمينځ جو ړ جاړي نشتوالی او د اورپکو روان فعاليت ښايې د دواړو هيوادونو ترمينځ اړيکي نوري هم کړکيچني کړي.

ليکوال سټيفن ټنکل امريکا ته مشوره ورکوي چې په جنوبي ايشياء کې دې د ترهګری پر ضد پاليسي ته له سره داسي کتنه وکړي چې له مخې يې د امريکا ګټو ته دزيان رسيدو او له دوه زره څوارلسم کال وروسته د سيمې ثبات ته له القاعده او ملګرو ور پېښ خطر کم شي.
XS
SM
MD
LG