د لاسرسي ځای


رابعه اکرم

اسلام آباد:- د قبایلي سیمو په اړه پلتونکې مرکز فاټا ريسرچ سنټر په مرسته یوې ټولنیزې ادارې ځلاند کميونيکېشنز د ټاکنیزه منډو ترنډو پر مهال له نژدې دوه مياشتو راهيسې د تاوتریخوالي پيښو او حالاتو په اړه په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې پلټنې پېل کړې دي.


د دې ادارې مشر ډاکټر اشرف على مشال راډيو ته وويل چې دا حانګړې پروژه یې راروانو انتخاباتو لپاره پېل کړې ده.

په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د انتخابي کمپین پر مهال د ترسره شویو پېښو په اړه نوموړی زياتوي چې، ( طالبانو ويلي ول چې د هغوی لومړی هدف به عوامي نېشنل ګوند وې بيا د هغې نه پس يې وويل چې پاکستان پيپلز پارټۍ او متحده قومي مومنټ به د دوی بنيادي هدف وي. نو که په هغه حواله موږ وګورو نو تر ټولو زيات ځاني زيان عوامي نيشنل ګوند ته رسيدلی دی او تر اوسه په انتخابي هلو ځلو کې درويشت (٢٣) پېښې رامنځ ته شوې دي)

ځلاند کميونيکيشنز سره د پلټونکې ډلې يو کارکونکې پير فهد وايي، چې هغوی دا مالومات په مختلفو طريقو راټول کړي دي.

(له زموږ سره د دې لپاره کسان دي چې هغوی ټولې ورځپاڼې ګوري. او چې څومره د تشدد پيښو په اړه خبرونه وي نو هغه موږ له ورځپاڼو نه بيل کړو او ځان سره يې ريکارډ په کمپيوټر او فايلونو کې ساتو. او کومو علاقو کې چې دغه پيښې شوې وې نو موږ سره خبريالان دي، هغوی موږ هلته لېږو، او د پيښې مکمل مالومات ترې اخلو)

د سيمه يزه چارو کار پوه خادم حسين وايي، چې اوس خبره دې پورې راغلې چې عام ولس او اميدواران د تره ګرۍ پيښو په ذريعه ويرول کېږي او يو خاص قسمه سياسي ګوند يا ګوندونه له انتخاباتو پاته کول غواړي.

خو دی زياتوي: ( زما خيال دا نه دې چې تره ګرې کومه وسله ده يا د تره ګري یو آله ده چې دا به خلک د انتخاباتو نه ايسار کړي، تر اوسه پورې دا ښکاري چې خلک له دغه ټولو پيښو وېرېږي نه بلکې پر ضد یې غم او غوسه ښکاره کوي . نو زما خيال دا نه دی چې د انتخاباتو د ځنډول باعث به جوړ شي يا د خاص قسمه سياسي ګوندونه د انتخاباتو نه بهر ساتلو باعث به جوړ شي. تره ګري به وي حملي به کيږي خو زما خيال نه دی چې خلک به د ويرې له لاسه ټولټاکنو ته را نشي خو زما خيال دا دی چې ډير شمير کې به خلک ووټ اچولو ته راشي)

د ځلاند کميونيکيشنز ترمخه چې د انتخاباتو دوران په بنو کې د تشدد لومړۍ پيښه پر عدنان وزير د حملې په شکل کې مخې ته راغلې وه.
XS
SM
MD
LG