د لاسرسي ځای

کرک برید: څلور وسله وال او دوه پولیس ووژل شول



د خيبر پښتونخوا د کرک ضلعې داود شا بانډه کې د وسلوالو او د پوليسو ترمينځ نښته کې څلور وسلوال او دوه پوليس وژل شوي دي. او څلور پولیس ژوبل دي.

په کرک کې د ټیري تاڼي محرر ناصر خان مشال راډيو ته وويل چې بېګا د شپې يو شمیر وسلوالو پر تاڼې بريد وکړ، چې د ده په خبره څو ګنټې جګړې دوام درلود.

دی وايي، په بريد کې دوه پوليس او څلور بريد ګر وژل شوي او دوه وسلوال يې په ژوبل حالت کې نيولي دي.

پوليسو په سيمه کې د پلتون عمليات پيل کړی.
XS
SM
MD
LG