د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې: اورکزۍ اېجنسۍ39 حلقه


فاټا او ټولټاکنې: اورکزۍ اېجنسۍ39 حلقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

د سږني کال د مې میاشتې پر یولسمه نېټه د ټول پاکستان په ګډون د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د اورکزۍ اېجنسۍ ۳۹مې حلقې لپاره د پاکستان مسلم ن امېدوار ملک سپین ګل، ازاد امېدوار ډاکټر ګلاب جمال، چې پخوانۍ وفاقي وزیر هم پاته شوی، راج محمد د جماعت اسلامي امیدوار دی. د متحده قباییل پارټۍ امیدوار حبیب نور مو رابللي دي. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

XS
SM
MD
LG