د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظرې قتل مقدمه کې به له مشرفه پلټنې کېږي


ریټايېرډ جنرال پروېز مشرف
ریټايېرډ جنرال پروېز مشرف



مجیب الرحمان انګار

د پاکستان یوه عدالت ایف آی اې یا مرکزي تحقیقاتي ادارې ته اجازه ورکړې چې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د قتل په دوسیه کې له پخواني پوځي واکمن پرویزمشرف څخه پوښتنې ګرویږنې پيل کړي.


له دې وړاندې تیره ورځ یوه بل عدالت په هم دې دوسیه کې د مشرف دضمانت غوښتنه رد کړه.

په راولپنډۍ کې دترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ځانګړي عدالت د پنجشنبې پر ورځ دایف آی اې هغه غوښتنه ومنله چې له مخې د ۲۰۰۷ میلادي کال په دیسمبر کې د وژل شوې پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهوټو دقتل په تړاو له پرویز مشرف څخه د تحقیقاتو غوښتنه شوې وه.

دترهګرۍ ضد مبارزې دځانګړي عدالت قاضي ملک حبیب په دغه پریکړه کې ویلي، چې اف آی اې کولی شي له مشرف څخه دهغه په کور کې تحقیق وکړي.

نوموړی دا وخت په اسلام اباد کې په خپل کور کې بندي دي.
د اسلام اباد یوه عدالت پر ۲۰۰۷ کال دستر عدالت د مشر او شپيتو تنو لوړ پوړو قاضیانو د برطرفۍ او نظربندۍ په دوسیه کې دمشرف دنیولو امر وکړ.

د اسلام اباد پولیسو دامنيتي دلایلو له وجې دپرویزمشرف کور لنډمهالی زندان اعلان کړ.

عدالت پولیسو ته امر کړی چې په دوو اونیو کې دې له هغه څخه تحقیق مکمل او بیا دې یې عدالت ته حاضر کړي.

د پاکستان دغه پخوانی پوځي واکمن تر څلور نیم کلنې جلاوطنۍ وروسته تیره میلادي میاشت هیواد ته ستون شو.

نوموړي، چې د ال پاکستان مسلم لیګ په نوم دیوې سیاسي ډلې مشري هم کوي پاکستان ته تررسیدو سمدستي د مې میاشتې په ټولټاکنو کې د ګډون اعلان وکړ، خو هغه وخت له سختو مشکلاتو سره مخامخ شو چې د انتخاباتو کمیسیون د بیلابیلو د لایلو له وجې دهغه اسناد رد او په انتخاباتو کې له ګډون څخه يې منع کړ.

ریټاییرډ جنرال پرویزمشرف پر ۱۹۹۹ میلادي کال هغه وخت چې دپوځ لوی درستیز و د یوې کودتاه په ترڅ کې دنوازشریف حکومت ړنګ او بېړنۍ حالت اعلان کړ.

که څه هم دپاکستان پوځ دمشرف په قضیه کې بې طرفي اعلان کړې، خو ځينې لا هم په دې باور دي، چې که عدالت هغه ته دبند سزا ورکړي ښايي دپوځ له تند غبرګون سره مخامخ شي.

وړمه ورځ د هغه مدافع وکیل د قاضي پر وړاندې وویل، چې مشرف غواړي په دوبۍ کې دخپلې ناروغې مور پوښتنې ته ورشي، که څه هم عدالت لا په دې باب هیڅ پریکړه نه ده کړې خو د څارونکیو په باور ښايي دیوې پټې معاملې له مخې هغه ته د تیښتې لاره هواره کړل شي.

پرویزمشرف د هغو پریکړو په خاطرچې په ۲۰۰۷ کال کې یې بېړنۍ حالت اعلان کړی او قاضیان یې له کاره لرې کړي و، اوس په خپل کورکې نظربند دی.
XS
SM
MD
LG