د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې خپله خاوره کې پټ ترهګر ووهي"


د ناټو جنرل سيکرتر اينډرس فوغ راسموسين
د ناټو جنرل سيکرتر اينډرس فوغ راسموسين

د ناټو جنرل سيکرتر اينډرس فوغ راسموسين د پاکستان پر حکومت په دغه هېواد کې پټو شويو ترهګرو پر ضد د عملياتو لپاره غږ کړی دی.


نوموړي د نهې په ورځ د بيلجيم په پلازمينه برسلز کې، مخکې له دې چې د امريکا په مشرۍ د پاکستان او افغانستان تر مينځ د راپورته شويو اختلافاتو پر حلولو خبرې وشي، دغه څرګندونې وکړې.

ويل شوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري به د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو تر مينځ د شورو د ورځې د خبرو کوربه وي.

رايټرز اژانس د ناټو د عمومي سېکرتر اينډرس فوغ راسموسين خبره راخيستې چې ويلي يې دي، دا يوه ستونزه ده چې ترهګر له پولې اړېږي، په افغانستان کې ترهګريز عمليات کوي او بېرته د پاکستان خپلو پټن ځايونو ته ځي.

راسموسين زياته کړه، دا په سيمه کې د امنيت ټينګولو زموږ د کوششونو ضد يوه خبره ده، او ځکه نو د دغو ترهګريز عملياتو د له مينځه وړلو لپاره پر وړاندې يې موږ خپله جګړه بايد لا پسې سخته کړو.

راسموسين دا هم وويل چې ناټو د پاکستان له حکومت او پوځ څخه غوښتي چې له افغانستان سره په لګېدلې پوله د موجودو ترهګرو پر ضد پراخ عمليات وکړي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان مثبته همکاري نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې د امنيت لپاره مهمه ده.

رايټرز خبري اژانس ليکي، افغان چارواکو تل ويلي چې پاکستان له يوې اوږدې مودې راهيسې د طالب وسله والو او نورو ياغيانو ملاتړ کوي. اژانس بيا د پاکستاني چارواکو هغه تورونه هم ياد کړي چې پر افغان حکومت يې په دغه خاوره کې د سخت دريځو د ساتلو لپاره لګوي.

د اژانس په ليکنه کې راغلي، افغان حکومت له دې امله چې پاکستان د افغانستان د روغې جوړې په پروسه کې ريښتينې همکاري نه کوي، له يوه اضطراري حالت سره مخ شوی دی.

د اژانس په خبره، امريکايي چارواکي هيله مند دي چې جان کيري به، چې له افغان ولسمشر سره ښې اړيکې لري، به وکولای شي چې دواړه خواوي بېرته د خبرو پر ميز کښېنوي او د شته ستونزو يو حل راوباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG