د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې: خیبر اېجنسۍ ۴۶ حلقه


 د خیبر اېجنسۍ ۴۶ حلقې امیدوارانو سره ګړدۍ مېز، کوربه یې مشال راډيو همکار داود خټک دی.
د خیبر اېجنسۍ ۴۶ حلقې امیدوارانو سره ګړدۍ مېز، کوربه یې مشال راډيو همکار داود خټک دی.

د سږني کال د مې میاشتې پر یولسمه نېټه د ټول پاکستان په ګډون د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.


په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي.

د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د خیبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ د۳۹ حلقې لپاره ولاړو ازاد امیدواران کپتان خان اپرېدی، جان اکبر اپرېدی، قادرخان اپرېدی، پخوانی سېنېټر محمد شاه خان او د جمعیت العلماء اسلام امېدوار شمس الدین اپرېدی رابللي دي.

د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:45:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG