د لاسرسي ځای

د مردان کچارۍ کې بمي چاودنه دوه تنه ژوبل


دا په ۲۰۱۱م کال نومبر میاشت د مردان د جینکو یوه سکول مخې ته د چاودنې تصویر دی.

دا په ۲۰۱۱م کال نومبر میاشت د مردان د جینکو یوه سکول مخې ته د چاودنې تصویر دی.


غلام غوث
د مردان كچارۍ په كار پارك کې د لاسي بمي چاودنې له وجې دوه كسان ژوبل شويدي او د مردان د كچارۍ ودانۍ ته هم زيان رسيدلی دی-


د مردان د پوليسو مشر طاهر ايوب مشال ريډيو ته وويل:

((دا يو لاسي بمي بريد وو او په دې پېښه کې څوک نه دی وژل شوی خو دوه تنه یې برسېرن ژوبل کړي دي او د پيښي په اړه پلټنې روانې دي ))

بلخوا د مردان د پوليسو د سپيشل برانچ يوه چارواکې مشال ريډيو ته وويل چې دا پيښه د مردان د سټي تاڼې په حدودو کې د مردان كچارۍ د ګاډو پارك کې رامينځ ته شوېده او پوليسو شك كوي چې ښايي ژوبل تنان په پېښه کې لاس لري.

د مردان بار ايسوسي ايشن يو وکېل مختيارl شال ريډيو ته وويل دا پيښه د ماسپښين وروستو په داسې وخت رامينځ ته شوه چې د ګاډو پارك کې زياته ګڼه ګوڼه نه وه او زياتره وکېلان د دفتري كارونو وروستو كورونو ته ستانه شوي ول نو ځكه وکیلانو ته زیان نه دی اوښتی-


تر دې دمه د پېښې پړه كومې وسلوالې ډلې نه ده قبوله كړې خو له دې پيښې څو اونۍ وړاندې په پېښور كچارۍ کې د تحريك طالبان پاكستان لخوا په ځانمرګي بريد کې درنه مرګ ژوبله رامينځ ته شوي وه-
XS
SM
MD
LG