د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې په پراخ کچ له بشري حقونو سرغړونې کېږي


د پاکستان په اړه د امریکايي بشري حقونو په کالني رپورټ کې مالومات د پاکستان او اسیا بشري حقونو کمېشنونو، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې او نورو ادارو له رپورټونو را اخیستل شوي دي.


دا رپورټ په تفصیل او له مثالونو سره په پاکستان کې د ۲۰۱۲ز کال د ټولو پېښو جزییات ورکوي.

په رپورټ کې راغلي، په بلوچستان، قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې پاکستانیو امنیتي سرتېرو له شخړو سره د تړاو په تور، عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې خلک وژلي دي. په دې ترځ کې د پاکستان بشري حقونو کمېشن غوښتنه کړې وه چې د دولتي استخباراتي اېجنسیو له لاسه د خلکو د وژنو او ورکولو معاملو پلټنې دې وشي.

رپورټ وايي، تېر کال له بلوچستانه خلک تښتول کېدل، شکنجه کېدل، وژل کېدل او بیا یې مړي غورځول کېدل خو د دې کار کوونکي له مسوولیته خلاص، ازاد ګرځېدل.

په رپورټ کې راغلي، په بلوچستان کې د خبریالانو، استادانو، زده کوونکو او د بشري حقونو فعالان هم په نښه شوي دي. او د اټکل تر مخې، په ټول بلوچستان کې د شا و خوا ۶۹۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

همدا راز، په خیبر پښتونخوا کې هم امنیتي سرتېرو له بشري حقونو سرغړونې کړې دي او خلک یې وژلي دي.

هلته په کراچۍ کې د سیاسي اختلافاتو له کبله هم ډېر کسان ووژل شول او د هدفي وژنو پېښې روانې وې.

په پاکستان کې حکومتي ګوندونه هم د حملو ښکار ول او په ځانګړي ډول عوامي نیشنل ګوند د وسله والو د بریدونو مهم هدف وو.

د فبرورۍ په میاشت کې په نوښار کې، او بیا د جولای په میاشت کې په کچلاغ کې د عوامي نیشنل ګوند پر جلسو د وسله والو په حملو کې ۱۵ کسان ووژل شول او په کې له ۴۰ زیات ژوبل شول.

همدا راز، تېر کال د ډېسېمبر پر ۲۲مه د پښتونخوا پر سینییر وزیر بشیر احمد بلور ځانمرګی برید وشو چې په کې هغه سره د اتو نورو کسانو ووژل شو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان د دې حملې ذمه واري منلې وه.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې تېر کال څو څو ځلې پولیس په دې کې پاتې راغلل چې د مذهبي لږکیو ساتنه وکړي او دا چې پر عیسویانو، احمدیانو او شیعه مسلمانانو څو څو ځلې حملې وشوې چې په کې په کوټه کې د هزاره ګانو خلاف حملې د ذکر وړ دي.
XS
SM
MD
LG