د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښه ګاونډیان




ايکسپريس ټريبيون د (ښو ګاونډيانو) تر سر ليک لاندې په خپله اداريه کې ليکي، تر هغې چې د پاکستان او افغانستان تر مينځ همکاري پياوړې نه شي، موږ نه شو کولای په سيمه کې د مذهبي سخت دريځۍ د خاتمې شاهدان واوسو.


ورځپاڼې د پاکستان د خارجه وزارت د وياند په حواله ليکلي چې د ځينو چينلونو له لارې يې له کابل سره د اړيکو ښه کولو په موخه هڅې پيل کړي دي. د ورځپاڼې په ليکنه، دې پاکستاني چارواکي البته نه ده واضح کړې چې دا کوم چينلونه دي او يا دا چې په دغه لړ کې څومره پرمختګ شوی دی.

ورځپاڼه زياتوي، په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان تر مينځ اړيکې خرابې شوې دي او واشنګټن هم دغه پېچلی وضيعت له نيږدې څاري.

په اداريه کې د افغان چارواکو د هغو تورونو يادونه شوې ده چې پر پاکستان يې د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې لپاره لګوي. کابل وايي، اسلام اباد د افغانستان په اړه يوه ځانګړې ايجنډا پر مخ بيايي. په اداريه کې وړانديز شوی چې د دوه اړخيزه اعتماد پر ځای کولو لپاره ضروري ده چې د کابل او اسلام اباد تر مينځ خبرې وشي. ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې د خبرو د يوې لړۍ د نه شتون په صورت کې به ټوله سيمه له يوې لوی تباهۍ سره مخامخ شي.

د ورځپاڼې په وينا، تمه لرل کېدای شي چې د دواړو هېوادونو مشران به خپل سياستونه يو خوا ته او تر دا مينځ د مسالو هوارولو لپاره سنجيده ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه د هغو انګېزو يادونه هم کوي چې ګوندې پاکستان غواړي د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته پر دغه هېواد خپل نفوذ ټينګ وساتي.

ورځپاڼه کاږي، پاکستانيان بايد له خپلو حکمرانانو دا پوښتنه ولري چې پر ځای د دې چې د خپل ملک مسالې حل کړي، ولې د افغانستان په معاملو کې لاس وهي.

د ورځپاڼې په باور، دا ډېره اړينه ده چې د سيمې ټول هېوادونه دغلته د امنيت او ثبات په خاطر ګډ کوششونه وکړي.
XS
SM
MD
LG