د خيبر پښتونخوا ګورنر وايي، چې په قبايلي سيمو کې د پرامنه ټاکنو د تر سره کولو ژمنه کوي.
له مشال راډيو سره ګورنر شوکت الله خان په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په فاټا او خیبر پښتونخوا کې پرامنه انتخابات ترسره کول یې په لومړیتوبونو کې دي.
ده وویل، چې د تېرې جمعې پر ورځ د پاکستان له وزیراعظم سره په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې په انتخباتو کې برخه اخیستونکو ټولو ګوندونو او ازاد امېداوارانو ته به د هغوی د خوښې امنیت ورکوو.
له ګورنر شوکت الله خان سره دا مرکه د مشال همکار مجید بابر کړېده.